بنديزونو د دښمانو لپاره هيڅ کاميابی نه ده لرلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88012-بنديزونو_د_دښمانو_لپاره_هيڅ_کاميابی_نه_ده_لرلې
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې د د ايران د خلقو په خلاف بنديزونو د دښمانو لپاره هيڅ کاميابي نه ده لرلې وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د امريکې لخوا له زيات نه زيات دباو تېر کړے دے.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 17, 2020 06:21 Asia/Kabul
  •  بنديزونو د دښمانو لپاره هيڅ کاميابی نه ده لرلې

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې د د ايران د خلقو په خلاف بنديزونو د دښمانو لپاره هيڅ کاميابي نه ده لرلې وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د امريکې لخوا له زيات نه زيات دباو تېر کړے دے.

ولسمشر حسن روحاني پرون په يو اخباري کانفرنس کښې دې ته په اشارې سره چې د ايران په خلاف بنديزونه به بې نتيجې وي زياته کړه، د امريکې ټول مقصد دا دے چې د ايران له حکومت او ملت باندې له زيات نه زيات دباو په راوړلو سره اسلامي جمهوريت د خبرو اترو مېز ته راکاږي خو دا کار به هيڅ کله امکان ونه لري.

ډاکټر حسن روحاني د هرمز صلح نومې پلان په اړه د ايران د حکومت د کوششونو په باره کښې هم وويل، ټولو نړيوالو ته معلومه ده چې د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د ايران له شتون او ګډونه بغېر صلح او ثبات امکان نه لري.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په سيمه کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس د ځواک شهيد قوماندان جنرل قاسم سليماني رول په اشارې سره وويل، شهيد سليماني په فارس خليج او د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د صلحې او ثبات په لټه کښې ؤ او تل يې په دې لاره کوشش وکړ.

روحاني همدارنګ د يمن بحران ته په اشارې سره وويل، سعودي پکار دي په يمن تېرے ختم کړي او د يمن مسئله دې پکار دے د دغه هېواد خلقو ته وسپاري.