ايران د کبډۍ ټيم د نړۍ دريمه رتبه ترلاسه کړه
Feb 17, 2020 04:26 Asia/Kabul
د ايران د کبډۍ ملي پوشان ټيم پرون په پاکستان کښې د دغې لوبې په نړيوالو سياليو کښې دريم پوزيشن حاصل کړ.
له اسلام اباده د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران ټيم پرون د پاکستان په لاهور ښار کښې د آسټرېليا ټيم په مقابل کښې د درې دېرشو په وړاندې د درې پنځوسو پوئنټونو په ګټلو سره د نړۍ دريمه رتبه ترلاسه کړه.
په دغو مقابلو کښې پاکستان وړومبے او هند دويم پوزيشن ترلاسه کړے دے.
په دغو سياليو کښې د ايران له ټيم نه علاوه د پاکستان، جرمني، کېنډا، برطانيې، هند، کېنيا، آسټرېليا، آذربائيجان جمهوريت او سيرالئون ټيمونو هم ګډون کړے ؤ.
ټیګونه