د ایران د سلواغې د ۲۹ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88041-د_ایران_د_سلواغې_د_۲۹_نیټې_ځینې_مطبوعات
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان ټینګار وکړ د امریکا جنایت ته د ایران سټراټیجیک ځواب به هله بشپړ شي چې وروستی امریکايي له لویدیځې آسیا څخه ووځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2020 09:10 Asia/Kabul
  • د ایران د سلواغې د ۲۹ نیټې ځینې مطبوعات

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان ټینګار وکړ د امریکا جنایت ته د ایران سټراټیجیک ځواب به هله بشپړ شي چې وروستی امریکايي له لویدیځې آسیا څخه ووځي.

کیهان

د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی لبنان ته په سفر کې د دغه هیواد له ولسمشر ، لومړی وزیر ، د پارلیمان مشر او همداراز د حزب ا...  له مشر سره کتنه او د دوه اړخیزو اړیکو او سیمې د بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې .

د جرمنی خارجه وزیر هایکو ماس وایی امریکا د قاسم سلیمانی په ترور سره عراق له ایران سره نور نږدې کړ .

د روسیې خارجه وزیر لاوروف هم ویلی دی د جنرال سلیمانی ترور د نړیوالو قوانینو بی شرمانه خلاف ورزۍ ده .

د ایران د ساتندویه ځواک قوماندان سردار سلامی وویل ایران د امریکا جالی هیبت مات کړ . ورځپاڼه په دې اړه له المیادین سره د سردار سلامی د مرکې ځینې برخې راخیستی دي او لیکی چی د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې په عراق کښې د امریکا په پوځي اډې باندې د ایران توغندوي حملې په نړۍ کښې د واشنګټن معادلات ګډوډ کړل، وویل:دا عملیات د ایران زیات نه زیات سټراټیجک غبرګون نه و بلکې د امریکا جنایت ته د ځواب پیلامه وه.

جنرال حسین سلامي د سردار قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو په ټرورولو کښې د امریکا جنایت ته د ایران مقتدرانه ځواب ته په اشارې سره وویل: امریکایان تل عادت لري چې له هر هیواد سره مقابله وکړي بې له دې چې هیڅ ځواب ترلاسه کړي خو د ایران ځواب سبب شو چې واشنګټن په خپل حساب کتاب او معادلاتو کښې بیاکتنه وکړي.

جنرال سلامي په عین الاسد امریکايي اډې باندې د ایران د حملې په نړیوال تاثیر باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت غبرګون په یوې معلومې سیمې کښې ترسره شو خو اغیزه یې نړیواله وه.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان ټینګار وکړ د امریکا جنایت ته د ایران سټراټیجیک ځواب به هله بشپړ شي چې وروستی امریکايي له لویدیځې آسیا څخه ووځي.

جنرال سلامي همدا راز صهیونیسټي رژیم ته په خبرداري سره یادونه وکړه چې د اسرائیلیانو تر نیواک لاندې ټولې سیمې د ایران په نښه او رینج کښې دي او د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو په محاسباتو کښې صهیونیسټي رژیم له امریکایانو ډیر وړوکی او ډیر ناتوانه دی.

ترهه ګر په ګډه له حلب وتښتیدل او خلکو په واټونو کې جشنونه جوړ کړل .

د یمن روغتیا وزارت وایی په کال کی په یمن کی له ۲۸ ورځو کم ۵۰ زره یمنی نوزیږی وژل کیږی .

د ملګرو ملتو سرمنشی ګوتریش له اسلامه د ویرولو له زیاتیدا د اندیښنې په څرګندولو سره هغه د نه منلو وړ وبلله او همداراز د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې یې د بشری حقوقو په بد وضعیت هم سخته اندیښنه وښودله .

دعراق یوه چارواکی په ډاګه کړه چی امریکا د عراقی حکومت له اطلاع پرته په عین الاسد کې د پاتریوت سیسټم ځای پر ځای کوی .

 

مردم سالاری

د اسلامی ایران ولسمشر روحانی ویلی دي د نړۍ مشران د ایرانی ملت مقاومت او دریدا ته حیرانه شوي  دي . ورځپاڼه په دې زمینه کی لیکی چی ښاغلی حسن روحانی د خوارزمی د درې دیرشم نړیوال نندارتون د پاې په دستورو کې زیاته کړه درستو لویدیځو او اروپایی مشرانو لپاره د حیرانتیا خبره ده چی د ایران ملت د درستو دباونو په وړاندې مقاومت او په علم او پوهې کې پرمختګ کوي .

ښاغلی روحانی په بیلا بیلو زمینو کې د ایران پرمختګونو ته په اشارې سره  وویل کله چی د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس ماهرانو د تهران د برجامی ژمنو له کمولو او د فعالیتونو په له سره پیلولو کې د ایران له اقدامه وروسته له ایټمی مرکزونو کتنه وکړه نو د نویو سانټری فیوجونو په تولید کې یې د ایران د پرمختګ په چټکتیا حیرانتیا څرګنده کړه . د اسلامی ایران ولسمشر په هوا فضا کې د ایران پرمختګونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل ایران په دې زمینه کې ښه ګامونه پورته کړي دي او خپل تحقیقاتی بهیر ته دوام ورکوي . ښاغلی روحانی همداراز د علمی زمینې په شمول په بیلا بیلو زمینو کې د نړۍ له هیوادونو سره د ایران د ملګرتیا د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ.

ورځپاڼه همداراز په خپل لومړی مخ لیکی چی د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د موافقې په تمه دې .

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف ویلی دي  د فلسطین د مسلې حل لاره مقاومت کول دي .

ملګري ملتونه وایی دافغانستان د  سولې پروسه له نږدې څاري .

د ملګرو ملتو سرمنشی ګوتریش وویل چمتو دې د پاکستان او هند ترمینځ د میانځګړیتوب لپاره له خپلو ظرفیتونو استفاده وکړي خو د هند د خارجه وزارت ویندوی راویش کمار بیا وویل هندوستان د کشمیر د مسلې د اواری لپاره د هیڅ دریم هیواد یا سازمان رول نه مني .

 

جوان

انکارا او واشنګټن د ادلب د فتح کولو په یوه ګام کې د ترهه ګرو د ژغورلو لپاره دباونه اچوي .

د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی د امریکایی پاتریوت سیسټم ځای پر ځای کولو ته نه وویل .

لاریجانی وایی امریکا په دنیا کې منزوی شوی ده . د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر علی لاریجانی چی بیروت ته یې سفر کړې دې د لبنانی پوهانو او شخصیتونو په ټول کی پر دې په ټینګار سره چی د امریکا بایکاټونه په بیلا بیلو برخو کې د ایران د غوړیدا سبب شوي دي زیاته کړه حاضر دمه ایران څه د پاسه ۴۰ میلیارډ ډالره غیر تیلی صادرات لري .

د یمن انصار ا... غورځنګ  له ریاض سره نیغ په نیغه خبرې اترې تایید کړې .

په بحرین کی د ال خلیفه رژیم په وسیله د مخالفانو نیول دوام لري .

ماسکو د اروپا او اسیا په خاوره کې د امریکا د توغندوی سیسټم  د ځای پر ځای کولو په اړه خبردارې ورکړ .

د سعودي  عربستان په جنوبي پولو کښې د دغه هېواد په لسګونو ګوډاګي ځواکونه هلاک شوي دي .

د افغانستان د اوبو او انرجۍ پخوانی وزير او د دغه هېواد يو ه جهادي شخصيت محمد اسماعيل خان ویلی دي ، افغان ولس له تيري سره د مبارزې روحيه لري او بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځی .