د پیړۍ معامله د امریکا د دوه مخ توب نښه ده
زمونږ خبریال وايي په ملګروملتونو کښې د ایران سفیر او استازي مجید تخت روانچي د امریکا د پیړۍ د معاملې د توکمپال پلان مخ کتنې ته په اشارې سره وویل دغه پلان د فلسطین د مسلې په هکله په تیرو اویاو (۷۰) کلونو کښې د امریکا د اوږدې مودې د نفاق او د دوه مخ توب د ختمیدا ټکی دی .
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې د فلسطین پرضد د پیړۍ د معاملې پلان به نتیجه ورنکړی وویل دغه پلان به د صهیونیسټانو پرضد د فلسطین د خلکو او د مسلمانانو د مقاومت د پیاوړتیا سبب شي او له سازباز کونکي لوري څخه به پلمه واخلي .
په ملګروملتونو کښې دایران دائمي استازي مجید تخت روانچي د فلسطین د موضوع د حل لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د حل لارې په یادونې سره چې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د مسلمانانو ، عیسایانو او د یهودیانو په شمول د فلسطین الاصله خلکو رایو ته رجوع کول دي وویل دغه حل لاره عادلانه ، منطقی او پیاوړی حقوقی بنسټ لري او که چیرې په لنډ وخت کښې او په ترټولو ښه ډول اجرا شي نو د فلسطین اویا(۷۰) کلن کړکیچ به هوار شي .