د هالینډ او د اسټریا خارجه وزیران ایران ته راځي
Feb 20, 2020 00:51 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي پرون وویل
چې د هالینډ د بهرنیو چارو له وزیر اسټیف بلوک او د اسټریا د بهرنیو چارو له وزیر الکسانډر شالنبرګ سره په خبرو کښې په دوه اړخیزه اړیکو د غور او د ترټولو مهمو نړیوالو او سیمه ییزو مسائیلو په هکله د نظر په تبادلې سربیره به په اټومي تړون کښې لیکل د شویو ژمنو د اجرا کولو په وړاندې د اروپا د عمل نه کولو او د امریکا د قوانینو د تپلو په وړاندې د اروپايي هیوادونو په انفعال ټینګار وشي .
هغه وویل په دغو خبرو کښې به په دې اصولي ټکي باندې چې د فارس خلیج او د هرمز اوبلارې امنیت یوازې د سیمې د هیوادونو د ډله ییز تعامل او ګډون له لارې محقق کیږي ټینګار وشي .
ټیګونه