انتخابات،د ایران د ولسی قدرت او سیاسي مشارکت ننداره
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88087-انتخابات_د_ایران_د_ولسی_قدرت_او_سیاسي_مشارکت_ننداره
په تیرو یو څلویښت کلونو کې دانتخاباتو د ډګر پشمول په بیلابیلو قدرت جوړونکو ډګرونو کې دایران د ولس سیاسی شتون او ملګرتیا،که څه هم د وخت د حکومتونو په کړچار سره په تناسب کې د هغوي د سیاسی ګډون اندازه مختلفه ده،خو د ایران ولس د دښمنانود تبلیغاتي فضا جوړونو په وړاندې مغلوب نه شو او خپل رول ئې په ښه ډول ولوبوۀ او وې ښودله چې هماغه راز د ایران د قدرت تر ټولو مهمه مولفه ، په حساسو صحنو کې د دوي سیاسی شتون او ګډون دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 20, 2020 08:35 Asia/Kabul
  • انتخابات،د ایران د ولسی قدرت او سیاسي مشارکت ننداره

په تیرو یو څلویښت کلونو کې دانتخاباتو د ډګر پشمول په بیلابیلو قدرت جوړونکو ډګرونو کې دایران د ولس سیاسی شتون او ملګرتیا،که څه هم د وخت د حکومتونو په کړچار سره په تناسب کې د هغوي د سیاسی ګډون اندازه مختلفه ده،خو د ایران ولس د دښمنانود تبلیغاتي فضا جوړونو په وړاندې مغلوب نه شو او خپل رول ئې په ښه ډول ولوبوۀ او وې ښودله چې هماغه راز د ایران د قدرت تر ټولو مهمه مولفه ، په حساسو صحنو کې د دوي سیاسی شتون او ګډون دی .

د ایران د اسلامی انقلاب په یو څلویښت کلنۍ کې  د اسلامی شورا یا پارلیمان  د انتخاباتو یولسم پړاؤ ، د ایران دد یني ولسوالکۍ  په نظام کې د انتخاباتو دمقولې  د اهمیّت ښودنه کوي .

 دخپل برخلیک  دحق په ټاکنې کې د  خلکو  خپلواکه او آزاد رول لوبول او سیاسی ګډون،د اسلامی انقلاب په یوڅلویښت کلني ژوندکې  د ډیموکراټيکو حکومتونو اساسی مولفه ،یعني انتخاباتو ته د ډير زیات توجه   اهمیّت نندارې ته وړاندې کوي .

د راي  اچونې په مرکزونو کې  د ایران د ولس آزاد او خپلواکه شتون او  د اسلامی شورا یا پارلیمان په شنو  څوکیو  د کيښناستو لپاره د دوي د خوښې وړ کسانو ټاکل کیدا،پر دې سربیره ، چې  په ایران کې د  دینی ولسواکه نظام، یعني  په ترټولو مهم رکن کې دقانون جوړونې  په اورګان کې د قدرت د څرخیدا نښه د ه .

Image Caption

 

پیاوړی  او کارنده پارلیمان د استازو د اساسی  کار د دوو رول لوبونې په سبب یعني  دقانون جوړونې او د حکومت پشمول د اورګانونو د څارنې او ځواب وینې په سبب،د ایران د قدرت د نورو مولفو  په پياوړتیا کې  نیغ په نیغه رول لري .په ایران کې د سیاسی او پوځي قدرت دمهمو مولفو وارمخکې ملاتړ او عاید ، په انتخاباتو کې  شتون او ګډون دی .

په همدې باب ، داسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  د چارشنبې په ورځې  دحکومت د کابینې په غونډې کې،د فرورۍ  په یویشتمه نیټه په عامو انتخاباتو کې د ولس ولولناک شتون اوګډون د امریکا د غوسه کیدا اولالهاندۍ لامل بللی او ټينګار ئې کړی دی،د ایران ولس به پخپل  وحدت او یووالي سره  یوځل  بیا امریکایانو ته وښئ چې  توانمند او قدرتمند دي .

Image Caption

 

 په تیرو یو څلویښت کلونو کې  دانتخاباتو د ډګر پشمول  په بیلابیلو قدرت جوړونکو ډګرونو کې دایران  د ولس سیاسی شتون  او ملګرتیا،که څه هم  د وخت د حکومتونو په کړچار سره په تناسب کې د  هغوي د سیاسی ګډون اندازه  مختلفه ده،خو د ایران ولس د دښمنانود تبلیغاتي  فضا جوړونو په وړاندې  مغلوب نه شو او خپل رول ئې په ښه ډول ولوبوۀ او وې ښودله چې  هماغه راز د ایران د قدرت تر ټولو مهمه مولفه ، په حساسو صحنو کې د دوي سیاسی شتون او ګډون دی .

د ایران د اسلامی شورا یا پارلیمان  په انتخاباتو کې د ولس د سیاسی  ګډون  او کیفیّت  اهمیّت ، دهغوي د اندازې  له سوئې چې ورتیر شو ، په د ایران په سیاسی تاریخ کې  په تیرو یو حلویښت کلونو  کې  له یو پنځوس فی صدو رانیولې تر یو اویا فی صدو پورې  په اندازو کې ثبت شوی دی،حتی  په  ترټولو کمې اندازې کې  هم دغه ګډون ،په لویدیځ کې د ډيموکراسۍ  له مدعي هیوادونو سره  دپرتلې وړ نه دی .  .

 که څه هم د ایران ولس  په ځينو پړاؤنو  کې د وخت د حکومتونو په کړچار خپه وي ، خو  د ایران د اسلامی شورا یا پارلیمان  په انتخاباتو کې  د ګډون له فی صدي اندازې چې ورتیر شو،له اسلامی جمهوری نظام سره د دو ي ملګرتیا،یو مهم اصل دی . همدا موضوع  ، حتی  په مخکینیو ا نتخاباتو کې  د رایو د ورکونکو د یوپنځوس فی صدي خلکو په شتون سره  د ایران  د ولسي قدرت د هغه کیفیّت ښودنه کوي چې د قدرت جوړونې د درستو مولفو سرخیل حسابیږي . هماغه ډول چې  د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم په کرتو ټينګار کړی دی،د ایران داسلامی جمهوری نظام  قدرت او امنیت، یوه داسې ولسی ریښه لري،چې د سیاسی ډګر انتخابات  ددغه ولسی قدرت  یوه څرګنده ننداره ده .

Image Caption