د ایران د پارلمان او د خبرګانو جرګې انتخابات وشول
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو او د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د پینځم (۵) پړاو مینځ پړاوه انتخابات بیګا د تهران په وخت د شپې دولس (۱۲) بجې پاې ته ورسیدل او سمدستي د رایو د شمیرلو کار هم پیل شو .
د ایران د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو او د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د پینځم (۵) پړاو مینځ پړاوه انتخابات پرون سهار له اتو (۸) بجو څخه د پارلمان د دوه سوه نوي (۲۹۰) استازیو د ټاکلو لپاره په دوه سوه اته (۲۰۸) انتخابي حوزو او د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د اوو(۷) استازیو د ټاکلو لپاره په پینځو (۵) انتخاباتي حوزو یعني تهران ، قم، فارس ، خراسان شمالي او خراسان رضوي کښې پیل شوي وو .
د ایران د پارلمان او د خبرګانو د جرګې انتخابات ټاکل شوي وه چې د ایران له وخت سره سم د مازیګر شپږ (۶) بجې پاې ته ورسیږي خو د رایو په حوزو او صندوقو کښې د خلکو د زیات شتون په وجه د رایو د اچولو وخت څلور (۴) ځله تمدید شو .
په ټول ایران کښې د رایو د اچولو لپاره لومړي او دوهم ځل دوه (۲) ساعته او دریم(۳) ځل یو(۱) ساعت وخت تمدید شو او په ځينو ولایتونو کښې د څلورم (۴) ځل لپاره د رایو د اچولو وخت یو (۱)ساعت تمدید شو .
