د مالي اقدام د ځانګړي ډلې اقدام سیاسي دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي د مالي اقدام د ځانګړي ډلې ایف ای ټي ایف ( Financial Action Task Force) په تور فهرست کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نوم شاملول سیاسي کار وباله او ویې ویل د ترهګرۍ د مالي تامین او د پیسو د وینځلو تور هیڅکله له ایران اسلامي جمهوریت سره ښه نه ښکاري .
د مالي اقدام ځانګړي ډلې ایران د ترهګرۍ له مالي تامین سره د مقابلې له نړیوالو اصولو سره د سمون د نه خوړلو په دلیل تور فهرست ته ورستون کړ .
د ایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوي د مالي اقدام د ځانګړي ډلې دغه فیصلې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت څه دپاسه دوه (۲) کاله کیږي د ترهګرۍ مالي تامین او د پیسو وینځلو ته اړونده ټول قوانین او مقررات اجرا کړي دي .
هغه په نړیوالو مکانیزمونو کښې په لاسوهنې سره د امریکا د سعودي عربستان او دصهیونیسټ رژیم په ورانکارو اقداماتو د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل دغه رژیمونه په دغو مکانیزمونو کښې خپل نفوذ ته په پام سره د کارونو د سیاسي کولو هڅه کوي .
عباس موسوي په دې خبرې سره چې تهران د ترهګرۍ له مالي تامین سره د مقابلې په زمینه کښې د مالي اقدام له ځانګړي ډلې تر ټولو زیاته ملګرتیا کړي ده او ایران له ځانګړي شفافیت څخه برخمن دی وویل سعودي عربستان او صهیونیسټ رژیم د ترهګرۍ د مرکزي بانک په توګه په ټوله نړۍ کښې له ترهګرو ډلو تر ټولو زیات ملاتړونه کوي خو د دغو رژیونو له ورانکارو اقداماتو سره هیڅ مقابله نه کیږي .
د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي هم د مالي اقدام د ځانګړي ډلې دغه کار غیر فني او سیاسي کړچار وباله او ټینګار یې وکړ دغه اقدام به د ایران دبهرني تجارت لپاره هیڅ مشکل رامینځته نکړي .