د مالي اقدام د ځانګړي ډلې اقدام سیاسي دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88122-د_مالي_اقدام_د_ځانګړي_ډلې_اقدام_سیاسي_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي د مالي اقدام د ځانګړي ډلې ایف ای ټي ایف ( Financial Action Task Force) په تور فهرست کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نوم شاملول سیاسي کار وباله او ویې ویل د ترهګرۍ د مالي تامین او د پیسو د وینځلو تور هیڅکله له ایران اسلامي جمهوریت سره ښه نه ښکاري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2020 01:30 Asia/Kabul
  • د مالي اقدام د ځانګړي ډلې اقدام سیاسي دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي د مالي اقدام د ځانګړي ډلې ایف ای ټي ایف ( Financial Action Task Force) په تور فهرست کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نوم شاملول سیاسي کار وباله او ویې ویل د ترهګرۍ د مالي تامین او د پیسو د وینځلو تور هیڅکله له ایران اسلامي جمهوریت سره ښه نه ښکاري .

د مالي اقدام ځانګړي ډلې ایران د ترهګرۍ له مالي تامین سره د مقابلې له نړیوالو اصولو سره د سمون د نه  خوړلو په دلیل  تور فهرست ته ورستون کړ .

د ایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوي د مالي اقدام د ځانګړي ډلې دغه فیصلې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت څه دپاسه دوه (۲) کاله کیږي د ترهګرۍ مالي تامین او د پیسو وینځلو ته اړونده ټول قوانین او مقررات اجرا کړي دي .

هغه په نړیوالو مکانیزمونو کښې په لاسوهنې سره د امریکا د سعودي عربستان او دصهیونیسټ رژیم په ورانکارو اقداماتو د خواشینۍ په  څرګندولو سره وویل دغه رژیمونه په دغو مکانیزمونو  کښې خپل نفوذ ته په پام سره د کارونو د سیاسي کولو هڅه کوي .

عباس موسوي په دې خبرې سره چې تهران د ترهګرۍ له مالي تامین سره د مقابلې په زمینه  کښې د مالي اقدام له ځانګړي ډلې تر ټولو زیاته ملګرتیا کړي ده او ایران له ځانګړي شفافیت څخه برخمن دی وویل سعودي عربستان او صهیونیسټ رژیم  د ترهګرۍ د مرکزي بانک په توګه په ټوله نړۍ کښې له ترهګرو ډلو تر ټولو زیات ملاتړونه کوي خو د دغو رژیونو له ورانکارو اقداماتو سره هیڅ مقابله نه کیږي .

د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي هم د مالي اقدام د ځانګړي ډلې دغه کار غیر فني او سیاسي کړچار وباله او ټینګار یې وکړ دغه اقدام به د ایران دبهرني تجارت لپاره هیڅ مشکل رامینځته نکړي .