د ایران د انتخاباتو د اکثرو حوزو نتیجې اعلان شوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټۍ ویاند سید اسماعیل موسوي په یوسل یو اویا (۱۷۱) انتخاباتي حوزو کښې د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو د انتخاباتو د نتیجو د اعلانیدا خبر ورکړ .
هغه پرون وویل د اسلامي شورا د دوه سوه اتو (۲۰۸) انتخاباتي حوزو له ټولګې څخه د یوسل اویا (۱۷۱) انتخاباتي حوزو رایې شمیرل شوي او پریکنده نتیجې یې هم معلومې شوي دي .
موسوي وویل تراوسه د اوو(۷) انتخاباتي حوزو د رایو اچول دوهم (۲) پړاو ته غځیدلي دي .
د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټۍ ویاند سید اسماعیل موسوي په دې خبرې سره چې د سترو ښارونو د انتخاباتو پایلې به نن اعلان شي وویل د اکثرو انتخاباتي حوزو رایې پرون وشمیرل شوې او نتیجې یې هم اعلان شوي دي .
هغه وویل د ایران د اسلامي شورا او د خبرګانو د جرګې په انتخاباتو کښې د خلکو د ګډون اندازه به د اخري انتخاباتي حوزې د رایو د نتیجې له معلومیدا وروسته اعلان شي .