د ایران د انتخاباتو د اکثرو حوزو نتیجې اعلان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88149-د_ایران_د_انتخاباتو_د_اکثرو_حوزو_نتیجې_اعلان_شوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټۍ ویاند سید اسماعیل موسوي په یوسل یو اویا (۱۷۱) انتخاباتي حوزو کښې د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو د انتخاباتو د نتیجو د اعلانیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 23, 2020 04:04 Asia/Kabul
  • د ایران د انتخاباتو د اکثرو حوزو نتیجې اعلان شوي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټۍ ویاند سید اسماعیل موسوي په یوسل یو اویا (۱۷۱) انتخاباتي حوزو کښې د اسلامي شورا د یولسم (۱۱) پړاو د انتخاباتو د نتیجو د اعلانیدا خبر ورکړ .

هغه پرون وویل د اسلامي شورا د دوه سوه اتو (۲۰۸) انتخاباتي حوزو له ټولګې څخه د یوسل اویا (۱۷۱) انتخاباتي حوزو رایې شمیرل شوي او پریکنده نتیجې یې هم معلومې شوي دي .

موسوي وویل تراوسه د اوو(۷) انتخاباتي حوزو د رایو اچول دوهم (۲) پړاو ته غځیدلي دي .

د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټۍ ویاند سید اسماعیل موسوي په دې خبرې سره چې د سترو ښارونو د انتخاباتو پایلې به نن اعلان شي وویل د اکثرو انتخاباتي حوزو رایې پرون وشمیرل شوې او نتیجې یې هم اعلان شوي دي .

هغه وویل د ایران د اسلامي شورا او د خبرګانو  د جرګې په انتخاباتو کښې د  خلکو د ګډون اندازه به د  اخري انتخاباتي حوزې د رایو د نتیجې له معلومیدا وروسته اعلان شي .