د حضرت امام علي نقي ع د شهادت په هکله تسلیت وایو
زمونږ خبریال وايي نن د پنجشنبې ورځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د فرورۍ د میاشتې ۲۷ او د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د رجب د میاشتې ۳ نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لسم (۱۰) امام حضرت علي النقي علیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوري .
امام علي نقي علیه السلام په ۲۱۲ هجري قمري کال کښې مدینې ښار ته نږدې وزیږید او د خپل ګران پلار حضرت امام جواد علیه السلام تر لارښوونو لاندې ورغی .
امام نقي علیه السلام د خپل ګران پلار له شهادت وروسته د اسلامي ټولنې مشرۍ او امامت پرغاړه واخیست .
د حضرت امام علي نقي علیه السلام مشهور لقب هادي دی چې معنا یې هدایت کونکی دی .
امام هادي علیه السلام د رښتیوني اسلام د ځلانده څیرې په معرفي کولو کښې ډیره هڅه وکړه .
هغه حضرت د بیلابیلو عقیدتي ، فکري او یا ټولنیزو مسائیلو په هکله د بحثونو لپاره ډیرې غونډې ترسره کړې او مطرح شویو شکونو او پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل .
د علم او د ادب ګڼ شمیر لویان حضرت امام علي النقي علیه السلام ته ورتلل او دهغه حضرت له ډیر علم څخه یې ګټه پورته کوله .
د حضرت امام هادي علیه السلام علم او پوهه له یوې(۱) خوا او په خلکو کښې د هغه محبوبیت او جذابیت له بلې خوا د عباسي واکمنانو کینه او حسادت راپاروه او بالاخره یې هغه حضرت په یوې (۱) دسیې کښې شهید کړ .
د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداوسیما د حضرت امام علي النقي علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناست ټولو مسلمانانو او د نړۍ ازادي غواړو او په تیره بیا د تهران راډیو د پښتو خپرونې ګرانو لوستونکو ته تسلیت وايي .