ایران کښې د کورونا ۲۹۱ ناروغان ښه شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88387-ایران_کښې_د_کورونا_۲۹۱_ناروغان_ښه_شوې_دي
تراوسه ۲۹۱ هغه کسان چې په هیواد کښې د کورونا ناروغۍ اخته شوې وو، ښه شوې دي او له روغتونه رخصت کړی شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2020 12:43 Asia/Kabul
  • ایران کښې د کورونا ۲۹۱ ناروغان ښه شوې دي

تراوسه ۲۹۱ هغه کسان چې په هیواد کښې د کورونا ناروغۍ اخته شوې وو، ښه شوې دي او له روغتونه رخصت کړی شوې دي.

د ایران د روغتیا وزارت وویل: تراوسه ۲۹۱ هغه کسان چې په هیواد کښې د کورونا ناروغۍ اخته شوې وو، ښه شوې دي او له روغتونه رخصت کړی شوې دي.

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال علیرضا رئیسي نن د خبریالانو په ټول کښې په هیواد کښې په کورونا وایرس د یو زر او پنځه سوه یو تنو ککړیدو ته په اشارې سره وویل: په خواشینۍ سره تراوسه په ټول هیواد کښې ۶۶ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوې دي.

کورونا نومې خطرناک وایرس د تیر ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کښې د چین په ووهان ښار کښې راڅرګند شو او تراوسه د دغه هیواد پر دیرشو ولایتونو سربیره د نړۍ اویا هیوادونو ته رسیدلی دی.