ایران کښې د کورونا ۹۱۳ ناروغان ښه شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88475-ایران_کښې_د_کورونا_۹۱۳_ناروغان_ښه_شوې_دي
د ایران روغتیا وزارت واي تراوسه په ټول هیواد کښې ۹۱۳ تنه د کورونا وایرس ناروغانو شفا موندلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2020 14:04 Asia/Kabul
  • ایران کښې د کورونا ۹۱۳ ناروغان ښه شوې دي

د ایران روغتیا وزارت واي تراوسه په ټول هیواد کښې ۹۱۳ تنه د کورونا وایرس ناروغانو شفا موندلې ده.

د ایران د ورغتیا وزارت د عامه اړیکو د مرکز مشر کیانوش جهانپور نن وویل: تراوسه په ایران کښې کورونا وایرس د اخته شویو کسانو شمیر ۴ زره، ۷ سوه ۴۷ ته رسیدلې چې په کښې ۱۲۴ تنه وفات شوې دي.

هغه زیاته کړه چې څه باندې ۱۵ زره او ۹۸۱ تنه د کورونا وایرس د لرلو په شک په روغتونونو کښې داخل کړی شوې دي او د لیبارټریو زیاتیدو ته په پام سره د تشخیص موارد هم زیات شوې دي.

کورونا یا کووډ ۱۹ نومې وایرس چې له چین څخه یې سرچینه اخیستې نن سبا د نړۍ کابو ۹۰ هیوادونو ته رسیدلی دی