ټرمپ ایران ته د کورونا ناروغۍ د درملو د رسیدو مخه نیسي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88500-ټرمپ_ایران_ته_د_کورونا_ناروغۍ_د_درملو_د_رسیدو_مخه_نیسي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: دنیا دې د ایران خلاف د امریکې د اقتصادي او طبي ترهګرۍ په وړاندې چپتیا نه ده پکار.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 08, 2020 02:37 Asia/Kabul
  • ټرمپ ایران ته د کورونا ناروغۍ د درملو د رسیدو مخه نیسي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: دنیا دې د ایران خلاف د امریکې د اقتصادي او طبي ترهګرۍ په وړاندې چپتیا نه ده پکار.

محمد جواد ظریف بیګا په یو ټویټ کښې ولیکل: په داسې حال کښې چې د ایران خلک د کورونا ناروغۍ له امله مري، د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ډیر بدغواړي ډول له دغه وایرس سره د مبارزې لپاره د ایران د اړتیا وړ سرچینو د له مینځه وړلو په موخه د غیرقانوني بندیزونو په سختولو لګیا دی.

له دې مخکښې د ایران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي هم ایران ته د روغتیايي او درملیزو مرستو د رالیږلو په هکله د امریکې د خارجه وزیر مایک پمپئو ادعا یو تبلیغاتي او ریاکارانه خوځښت بللی او ټینګار یې کړی و چې دغه ادعا په سیاسي اغراضو سره او د نړۍ د عامه افکارو د غولولو په موخه شوې ده.

د ایران د روغتیا وزارت د پروني اعلان له مخې په ایران کښې په ۵ زره او ۸۲۳ کسانو کښې د کورونا وایرس شتون تایید شوی او په دې منځومان کښې ۱۴۵ تنه مړه شوې دي. له دې نه علاوه نزدې د ۱ زر او ۷۰۰ کسانو کامیابه درملنه شوې او هغوي ښه شوې دي.