د زیاتره دباؤ سیاست یو بې رحمه اقتصادي جنګ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88550-د_زیاتره_دباؤ_سیاست_یو_بې_رحمه_اقتصادي_جنګ_دی
سټیفن والټ په ایران کې د حکومت دبدلولو لپاره د امریکا هڅې ته په اشارې سره وئيلي دي ،شک نشته چې زیاتره دباؤ د ایران په ولس ډير تاوانونه تپلي دي ، خو د ایران حکومت د امریکا بې ځایه غوښتنو ته د هیڅ ډول تسلیمیدا او یا د دړې وړې کیدا نښې نښانې نه دي لیدل شوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2020 09:21 Asia/Kabul
  • د زیاتره دباؤ سیاست یو بې رحمه اقتصادي جنګ دی

سټیفن والټ په ایران کې د حکومت دبدلولو لپاره د امریکا هڅې ته په اشارې سره وئيلي دي ،شک نشته چې زیاتره دباؤ د ایران په ولس ډير تاوانونه تپلي دي ، خو د ایران حکومت د امریکا بې ځایه غوښتنو ته د هیڅ ډول تسلیمیدا او یا د دړې وړې کیدا نښې نښانې نه دي لیدل شوي .

زمونږ خبریال راپور راکړ  د هارورډ پوهنتون  یوه استادسټیفن والټ بیګا په ریسپانسیبل سټيټ کرافټ نومې  ټیلیکس  خپرونې کې  د یوې مقابلې په خپرولو سره د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو  هغه وروستۍ څرګندونې چې  ادعا ئې کړې وه ، د ټرمپ د  ولسمشرۍ  دبهرني سیاست بین بینائۍ درې اصول،یعني حقیقت پالنه ، محدودیت او احترام ، دي ،  چټي ادعا بللې  او وئيلي ئې دي ، د  ایران په ضد دزیاتره دباؤ سیاست  یو بې رحمه  اقتصادي جنګ دی .

 د نړیوالو اړیکو دغه استاز روښانه کړې ده ، د ایران په ضد د زیاتره دباؤ  لپاره د پمپئو لاسلیک شوی سیاست،یو داسې بې رحمه  اقتصادي جنګي آوزار دی ، چې  په دوامدارو ګواښونو، غیر واقعي غوښتون او زور ته په مخه کولو سره ئې  تاؤتریخوالی ته مخه کړې ده .