د زیاتره دباؤ سیاست یو بې رحمه اقتصادي جنګ دی
سټیفن والټ په ایران کې د حکومت دبدلولو لپاره د امریکا هڅې ته په اشارې سره وئيلي دي ،شک نشته چې زیاتره دباؤ د ایران په ولس ډير تاوانونه تپلي دي ، خو د ایران حکومت د امریکا بې ځایه غوښتنو ته د هیڅ ډول تسلیمیدا او یا د دړې وړې کیدا نښې نښانې نه دي لیدل شوي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د هارورډ پوهنتون یوه استادسټیفن والټ بیګا په ریسپانسیبل سټيټ کرافټ نومې ټیلیکس خپرونې کې د یوې مقابلې په خپرولو سره د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو هغه وروستۍ څرګندونې چې ادعا ئې کړې وه ، د ټرمپ د ولسمشرۍ دبهرني سیاست بین بینائۍ درې اصول،یعني حقیقت پالنه ، محدودیت او احترام ، دي ، چټي ادعا بللې او وئيلي ئې دي ، د ایران په ضد دزیاتره دباؤ سیاست یو بې رحمه اقتصادي جنګ دی .
د نړیوالو اړیکو دغه استاز روښانه کړې ده ، د ایران په ضد د زیاتره دباؤ لپاره د پمپئو لاسلیک شوی سیاست،یو داسې بې رحمه اقتصادي جنګي آوزار دی ، چې په دوامدارو ګواښونو، غیر واقعي غوښتون او زور ته په مخه کولو سره ئې تاؤتریخوالی ته مخه کړې ده .