د اټومي انرژۍ د اژانس پوښتنې باید فني وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88579-د_اټومي_انرژۍ_د_اژانس_پوښتنې_باید_فني_وي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي په دې خبرې سره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پوښتنې باید فني او حقوقي وي وویل له اټومي اژانس سره د ایران د ملګرتیا چوکاټ معلوم دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2020 11:31 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ د اژانس پوښتنې باید فني وي

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي په دې خبرې سره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پوښتنې باید فني او حقوقي وي وویل له اټومي اژانس سره د ایران د ملګرتیا چوکاټ معلوم دی .

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په خپل نوي راپور کښې ادعا کړي ده چې ایران دریو (۳) ځایونو ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړي او د نه اعلانو شویو  اټومي موادو په هکله د اټومي اژانس د پوښتنو په هکله یې د پام وړ ملګرتیا نه ده کړي .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي نن په خبري غونډه کښې چې د ویډیو کانفرنس په بڼه ترسره شوه  په دې خبرې ټینګار سره چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس باید خپل اعتبار وساتي وویل ایران له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره ترټولو زیاتې او ترټولو فني ملګرتیاوې لري او داسې نه ده چې د اټومي اژانس لخوا هر ډول بې بنسټه ادعا او پوښتنه مطرح شي او  ایران ورته ځواب ورکړي .

موسوي  د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس وروستي راپور ته د اروپايي  هیوادونو د غبرګون په هکله وویل د اټومي اژانس ادعا د سایټ په هکله نه ده بلکې دغه یوه(۱) فني موضوع ده او د اروپايي هیوادونو له چارواکو سره ارتباط نلري .

د ایران دخارجه وزارت ویاندې عباس موسوي په دې خبرې سره چې اروپايي هیوادونه له خپلو شعارونو سره سره ونه توانیدل له اټومي تړون څخه  د امریکا له وتلو وروسته د ایران اقتصادي ګټې تامین کړي یادونه وکړه هر وخت چې اروپايي هیوادونه په اټومي تړون کښې د خپلو ژمنو د  پوره کولو لپاره عملي ګام پورته کړي ایران هم خپلو ژمنو ته ورستنیږي.

موسوي دغه راز د افغانستان د بدلونونو او په دغه هیواد کښې د دوو(۲) ولسمشرانو د لوړې د مراسمو په هکله وویل په افغانستان کښې د رونق ، د ثبات او د امنیت یوازنۍ لاره د پراخ بنسټه حکومت جوړول او په دغه هیواد کښې د ټولو شخصیتونو ، ډلو او د چارواکو وحدت دی او ایران خپل ټول توان کاروي چې په افغانستان کښې دغه کار ترسره شي .

هغه دغه راز په دې خبرې سره چې د امریکا ظالمانه او غیر قانوني بایکاټونو د ایران د خلکو په سلامتیا او عمومي هوساینې اغیز شیندلی دی وویل امریکا د طبي تجهیزاتو او د درملو د مبادلاتو لارې بندې کړي دي خو ادعا کوي چې په درملو او خواړو یې بایکاټ نه دی لګولی .