په ایران کښې د کرونا وایروس ناروغان ښه شوي
Mar 11, 2020 12:59 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د روغتیا وزارت وویل تراوسه دوه زره او نهه سوه نهه پنځوس (۲۹۵۹) کسان چې په هیواد کښې په کورنا وایروس ککړ شوي دي ښه شوي دي او له روغتونونو څخه خپلو کورونو ته تللي دي .
د ایران د روغتیا وزارت د اطلاعاتو او د عمومي اړیکو د مرکز مشر کیانوش جهانپور نن له خبریالانو سره په مرکه کښې په هیواد کښې په کورونا وایروس د نهه زره (۹۰۰۰) کسانو ککړتیا ته په اشارې سره وویل له بده مرغه تراوسه په هیواد کښې د کورونا له کبله درې سوه څلورپنځوس (۳۵۴) کسان مړه شوي .
ټیګونه