بریتانیا د ایران لپاره کړنلاره نشي ټاکلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88584-بریتانیا_د_ایران_لپاره_کړنلاره_نشي_ټاکلی
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي په دې خبرې ټینګار سره چې د انګلستان دبهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب په داسې مقام کښې نه دی چې د ایران لپاره کړنلاره وټاکي وویل په نورو هیوادونو کښې لاسوهنه د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د بې ثباتۍ او د ګډوډۍ سبب کیږي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 11, 2020 16:39 Asia/Kabul
  • بریتانیا د ایران لپاره کړنلاره نشي ټاکلی

زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي په دې خبرې ټینګار سره چې د انګلستان دبهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب په داسې مقام کښې نه دی چې د ایران لپاره کړنلاره وټاکي وویل په نورو هیوادونو کښې لاسوهنه د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د بې ثباتۍ او د ګډوډۍ سبب کیږي .

د بریتانیا خارجه وزیر ډومینیک راب څه موده مخکې د لویدیځې اسیا سیمې په بې ثباته کولو کښې د امریکا او د انګلستان  په ورانونکي رول سترګې پټولو سره ایران په بې ثباتۍ رامینځته کونکو فعالیتونو تورن کړ او ادعا یې وکړه لندن اټومي وسلو ته د ایران د رسیدا اجازه نه ورکوي .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي نن په دې خبرې سره چې دانګلستان د خارجه وزیر  څرګندونې مناسبې او رغنده نه دي وویل تهران تل دغه تکراري، چټي او عبث ادعاګانې رد کړي دي .

موسوي وویل د ایران اسلامي جمهوریت د سیاسي ، امنیتي ، دیني او د اخلاقي اصولو پراساس هیڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه ده کړي او په ځلونو یې دغه موضوع اعلان کړي هم ده .

هغه د یمن د خلکو د وژلو لپاره د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د وسلو په تامینولو کښې د انګلستان ورانونکي رول ته په اشارې سره وویل ځینې هیوادونه په داسې حال کښې د لویدیځې اسیا سیمې د هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوي چې په زرګونو کلومیټره له دغه سیمې څخه لیرې دي .