د ولس اوحکومت په ملګرتیاسره به دکروناله ترینګلتیاؤتیرشو
د هرډول محدودیّت په باب ،فیصله ، په تهران کې له کرونا سره د مبارزې په ملي کمیټې کې ترسره کیږي .
د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره په هیواد کې له کرونا سره د مبارزې لپاره د قرینطینه کونې موضوع مطرح نه ده،وئيلي دي ،د ایران حکومت او ولس به په ملګرتیا او غږملتیا سره دکرونا له بحرانه په بریالیتوب سره تیر شي .
ډاکټرحسن روحاني نن په تهران کې د اقتصادي فعالانو داستازو او حکومتي اقتصادي کمیشن په ګډې غونډې کې وئيلي دي،باید اقتصادی شرائط،اقتصادي بهیر،له اقتصادي فعالیتونو سره د ولس تعامل،د روغتیائي پروټوکولونو په رعایتولو سره وي او اجازت ورنکړل شي ، په دې زمینې کې کوم مشکل راپورته شي .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې دایران د حکومت خدمات ،له معمول سره سم وړاندې کیږي ، زیاته کړې د هرډول محدودیّت په باب ،فیصله ، په تهران کې له کرونا سره د مبارزې په ملي کمیټې کې ترسره کیږي .
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز ددې خبرې په کولو سره چې تهران له ګاونډیو هیوادونو سره په خبرواترو بوخت دی ، ووئيل ، دغه خبرې اترې لازیاتې ، په پولو کې د روغتیائي پروټوکولونو په رعایتولو سره د شیانو د ټرانزیټ او تګ راتګ په زمینې کې دي .