ایران کښې د کورونا څه باندې پنځه زره ناروغان ښه شوې دي
Mar 17, 2020 13:58 Asia/Kabul
د ایران روغتیا وزارت وویل چې تراوسه په ټول هیواد کښې ۵ زره او ۳۸۹ تنه د کورونا ناروغانو شفا موندلې ده او له روغتونونو رخصت کړی شوې دي.
د ایران روغتیا وزارت وویل چې تراوسه په ټول هیواد کښې ۵ زره او ۳۸۹ تنه د کورونا ناروغانو شفا موندلې ده او له روغتونونو رخصت کړی شوې دي.
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن د خبریالانو په ټول کښې په ایران کښې په کورونا ناروغۍ باندې د ۱۶ زره او ۱۶۹ کسانو ککړیدو ته په اشارې سره وویل: په خواشینۍ سره تراوسه ۹۸۸ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوې دي.
د ویلو ده چې کورونا وایرس تراوسه پر چین سربیره د نړۍ څه باندې ۱۶۰ هیوادونو ته رسیدلی دی.
ټیګونه