د ایران په ضد درملیز بندیزونه او د امریکا دجنایتکاراقدام مصداق
اروپایان باید د امریکاغیرقانوني بندیزونه په رسمیّت ونه پيژني،یادونه کړې،اوس هغه وخت دی چې اروپائي هیوادونه باید د امریکا په تیره بیا د درملنو په حوزې کې د یواړخیزو بندیزونو په لغوه کولو سره خپله خپلواکي او د انساني حقوقو په ملاتړ کې دې خپلې ادعاګانې اثبات کړي .
د درملو په ضد دبندیزونو په څير د واشنګټن ظالمانه او یو اړخیزبندیزونه،د امریکا په مشرۍد نړیوال استکبار دجنایتکار اقدام یو روښانه مصداق دی .
د ایران دقضایه قوې ویندوي غلام حسین اسماعيلي پرون په هغه خبری کنفرانس کې چې په ویډیو ئي بڼه ترسره شوی ، د ایران په ضد دامریکا ظالمانه بندیزونو ته په اشارې سره په دې موضوع په ټینګار سره وئيلي دي، د امریکا په مشرۍ دنړیوال استکبار او د سلطې نظام نه یوازې د اسلامی جمهوري نظام او حاکمیّت سره، بلکې له ایراني ولس سره هم دښمني لري .
اسماعیلی په دې په ټينګار سره چې اروپایان باید د امریکاغیرقانوني بندیزونه په رسمیّت ونه پيژني،یادونه کړې،اوس هغه وخت دی چې اروپائي هیوادونه باید د امریکا په تیره بیا د درملنو په حوزې کې د یواړخیزو بندیزونو په لغوه کولو سره خپله خپلواکي او د انساني حقوقو په ملاتړ کې دې خپلې ادعاګانې اثبات کړي .
د ایران د قضایه قوې دبشري حقوقو د کمیشن دنړیوالو چارو مرستیال سید مجید تفرشي هم په جینوا کې د بشري حقوقو د شورا په درې څلویښتمې غونډې کې چې دفرورۍ په څلورویشتمه نیټه د سویس په جینوا کې کې پيل شوی او د مارچ تر شلمې پورې به دوام ولري،په دغې موضوع ټينګار کړی او د ملتونو په ضد د بشري حقوقو له پریکړه لیکونو څخه په آوزاري ناوړه استفادې سره ئې د مقابلې غوښتنه کړې ده . دایران په ضد د امریکا یو اړخیز بندیزونه په داسې وضعیّت کې چې نړۍ په پراخه سویه له کویډ -۱۹ ناروغۍ سره مخامخ شوې ، عملا له دغې خوریدونکي ناروغۍ سره د مبارزې د لارې په صر یو خند او دنړیوالو حقوقو ښکاره خلاف ورزي ده .
کرونا ویروس اوس په یوې نړیوالې خوریدونکي وبا بدل شوی دی څه دپاسه یوسل پنځه شپیته هیوادونه ئې راګیر کړي دي . په دغه شان شرائطو کې له دغو بندیزونو څخه دهیوادونو پیروي کول ، د هغو ډيرو ظلمونو لامل کیږي ، چې د نړۍ د درستو هیوادونوو په تاوان دي . که څه هم امریکائي چارواکي ادعا کوي چې د دوي موخه د ایران حکومت دی ، خو دغه یوه دوکه ده . د امریکا سیاست د ایران پر ولس د دباؤ زیاتول دي او هدفمنه هڅه کوي د کرونا ویروس په وړاندې د ایران د درملیزو ظرفیَتونو د زیاتیدا خنډ شي .
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون مازدیګر پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د امریکا له بندیزونو پیروي کونکو هیوادونو او دنړیوالې ټولنې نورو هیوادونو ته په خطاب کې یادونه کړې ده ، د امریکایانو د کرغیړنو اقداماتو نندارچي جوړیدا غیر اخلاقي چاره ده او ددغه شان کار ترسره کول هیڅکله هم څوک په راتلونکي کې د دوي له کرکې او غضبه نشي ساتلی .
جواد ظریف له دې مخکې هم د انګلستان ، اوکرویشیا له خارجه وزیر سره په ټيلیفوني تماس کې چې هیواد ئې د اروپائی اتحادئې پړاویزه مشري په غاړه لري ، داروپائي اتحادئې په وسیله ئې د امریکا دغیر قانوني اویو اړخیزو بندیزونو د په رسمیّت نه پيژندل ، نه یوازې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د یوه لوري د دندې په توګه ، بلګې د بې ګناه انسانانو د مړینو د مخینوي لپاره د یوې انساني دندې په توګه ټينګار کړی دی .
اسلامی ایران ، په د غه شان سختو شرائطو کې د اقتصادي اړتیاؤ او د درملیزو خدماتو د وړاندې کولو او د هغو کارکسبونو دملاتړ لپاره چې له دغې ناروغۍ تاواني شوي دي ، خپلې ټولې هلې ځلې کارولي دي .
د درملنې په برخې کې هم که څه هم د ایران طبي ظرفیَتونه د روغتیا نړیوالې ادارې د تائيد او ستاینې وړ ګرځيدلي دي ، او ایران د ماشومانو د ګوځڼ او آنفولانزا په څير د ناروغیو په کنټرولولو کې خپلې توانمنۍ نندارې ته وړاندې کړي دي ، خو دا د امریکاپه ظالمانه اقداماتو د سترګو د پټولو په معنا نه دي .
له نړیوالې ټولنې په تیره بیا له هغو اروپائي هیوادونو د ایران تمه ، چې پخپله هم دکویډ -۱۹دککړیدا له زیاتیدونکي بهیر سره لاس او ګریوان دي ، د امریکا له دغه جنایت سره په ملګرتیا کې مخالفت دی . دا یو نړیوال مسئولیّت دی ، لکه څنګه چې چین، روسیې او نورو ډيرو هیوادونو دایران په ضد دامریکا دبندیزونو دلغوه کولو او ځنډولو غوښتنه کړې ده .