د ایران دمحصولاتو دپيرپلورپه ضد نوربندیزونه هم ولګیدل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88715-د_ایران_دمحصولاتو_دپيرپلورپه_ضد_نوربندیزونه_هم_ولګیدل
د امریکا کرغیړن خارجه وزیر ، په لاسوهونکو څرګندونو کې ددې غوښتنه کړې ، چې ایران د خپلو مالی سرچینو د لګولو په څرنګوالي بیا کتنه وکړي.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Mar 18, 2020 12:23 Asia/Kabul
  •  د ایران دمحصولاتو دپيرپلورپه ضد نوربندیزونه هم ولګیدل

د امریکا کرغیړن خارجه وزیر ، په لاسوهونکو څرګندونو کې ددې غوښتنه کړې ، چې ایران د خپلو مالی سرچینو د لګولو په څرنګوالي بیا کتنه وکړي.

سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړ د امریکاخارجه وزیر د ایراني ضد سیاستونو په دوام کې د هغو کسانو،شرکتونو  او اورګانونو په ضدد نوو بندیزونو د وضع کولو خبر ورکړی  چې ادعا کیږي ،د ایران  دپيټروکیمیکل محصولاتو د خرڅونې له برخې سره  په ارتباط کې  وو .

 د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو  وئیلي دي ، واشنګټن  په جنوبی افریقا، هانګ کانګ ، چین او همداراز   دوه ایرانیان  د ایران  د پيټروکیمیکل  محصولاتو د پيرپلور په دلیل بایکاټوي .

 مایک پمپئو  د ایران په ضد دخپلو  همیشنیو بې اساسې  ادعاګانو په دوام سره وئیلي دي ،د بندیزونو موخه  د لبنان له حزب ا... څخه دایران دملاتړ دریدا او  په سیمې کې د دغه هیواد د چلند بدلیدا او د نفوذ دریدا ده .

 د امریکا  کرغیړن خارجه وزیر ،  په لاسوهونکو څرګندونو کې   ددې غوښتنه کړې ، چې  ایران  د خپلو مالی سرچینو د لګولو په څرنګوالي  بیا  کتنه وکړي.

پمپئو  په دروغو مدعي شوی ، چې  دایران په ضد بندیزونه ، د انسان   دوستۍ د مرستو د منتقلیدا  مخنیوی نه کوي .

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په همداوروستیو کې د ملګروملتو سرمنشي آنتو نیو ګوتریش  ته په یوه لیک کې  د ایران په ضد  دامریکاد درستو غیر قانوني  او یواړخیزو بندیزونو پر لیرې کولو په ټينګار سره  روښانه کړې ، د درملو او طبي تجهیزاتو  د خرڅولو  په مخنیوي کې د امریکا بندیزونه او وارمخکې شرطونه ، په ایران کې له کرونا ویروس خوریدا سره  د مبارزې  لپاره هلې ځلې  له جدي  مشکلاتو اوخنډونو سره مخامخ کوي.