د تولید غورځنګ شعار او په سیمه ایزه سویه د هغه اهمیت
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88764-د_تولید_غورځنګ_شعار_او_په_سیمه_ایزه_سویه_د_هغه_اهمیت
دا پرله پسې څلور م کال دې چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود د کال شعار له ملی تولید د ملاتړ په لړ کې اعلانوي . مهمه پوښتنه دا ده چی ولې د رهبرۍ ستر مقام تر دې حده د ملی تولید په مقولې ټینګار لري ؟
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 20, 2020 12:56 Asia/Kabul
  • د تولید غورځنګ شعار او په سیمه ایزه سویه د هغه اهمیت

دا پرله پسې څلور م کال دې چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود د کال شعار له ملی تولید د ملاتړ په لړ کې اعلانوي . مهمه پوښتنه دا ده چی ولې د رهبرۍ ستر مقام تر دې حده د ملی تولید په مقولې ټینګار لري ؟

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د نوی کال شعار د تولید غورځنګ ونوموه . دا شعار په داخلی اړخ سربیره په سیمه ایز اړخ کې هم زیات اهمیت لري .

دا  پرله پسې څلور م کال دې چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود د کال شعار له ملی تولید د ملاتړ په لړ کې اعلانوي . مهمه پوښتنه دا ده چی ولې د رهبرۍ ستر مقام تر دې حده د ملی تولید په مقولې ټینګار لري ؟

دغې پوښتنې ته مهم ځواب دا  دې چی ملی تولید نیغ په نیغه له اقتصادی رونق او دخلکو د ژوند  له ښه کیدا سره ارتباط لري . ملی تولید یعنی په داخلی شیانو سره د داخلی اړتیاو تامینول . د ایرانی شیانو د تولید زیاتیدا یعنی د کار روزګار زیاتیدا  او دبیکاري کمیدا . بیکاری یوازې په ایران پورې اړونده ستونزه نده بلکې د نړۍ په سویه  اکثره هیوادونه له دغې ستونزې سره مخامخ دي .

د لویدیځې اسیا په سویه هم بیکاری په تیره بیا د عربی هیوادونو ځوانانو ترمینځ  په ښکاره لیدل کیږي . په اساسی توګه  په ۲۰۱۱ میلادی کال کی د عربی پاڅونونو  یو مهم دلیل چی په ځینو هیوادونو کی اوس هم دوام لري ، بیکاری او د خلکو له اقتصادی مشکلاتو زیاتیدا سره اړونده وو .

د سیمې له نورو هیوادونو سره د ایران د بیکارۍ توپیر په دریو موضوګانو کې دې . لومړې دا چی په ایران کی د بیکارۍ اندازه د ایران له اتیا میلیون نفوسو پورې اړوندیږی . په داسې حال کی چی زیاتره عربی هیوادونه کم نفوس لری . بله خموضوع دا ده چی ایران د سیمې د عربی هیوادونو په اپوټه د امریکا له سختو بایکاټونو او دښمنیو سره مخامخ دئې  او دا بایکاټونه او دښمنیانې د ایران د اقتصادی پراختیا په پرمختګ کې مهم خنډ دي . په داسې حال کی چی هیڅ عربی هیواد د امریکا له بایکاټونو سره ندې مخامخ . دریمه موضوع هم دا ده چی  ایران د بیکارۍ د کمولو لاره پیدا کړی ده  او هغه د ملی تولید په غورځنګ کې بولي ، خو د سیمې اکثره عربی هیوادونه د ملی تولید په حوزه کې له سختې کمزورتیا سره مخامخ دي .

د تولید د موشن د شعار بل اهمیت په دې کې دې چی ښی د ایران اسلامی جمهوریت په خپلو داخلی وسونو او وړتیاو تکیه لري ، په داسې حال کی چی د سیمې  اکثره هیوادونه یوازې د نورو هیوادونو په تیره بیا د لویدیځو هیوادونو د تولیداتو ورادونکي دي ، دا موضوع په تیره بیا د دفاعی صنایعو په حوزه کې ډیره لیدل کیږي . په داسې حال کی چی اسلامی ایران د خپلې دفاعی اړتیاو ستره برخه په داخل کی تولیدوي .

پر دې سربیره د تولید ټوپ د بهرنیو تیریو په وړاندې د هیواد د واکیسنولو او د ځای امنیت پعه لاره کی د حرکت په معنا دې . دا موضوع  د هیواد له امنیت سره نیغ په نیغه ارتباط لري ځکه چی له یوې خوا د بایکاټونو بدې اغیزې کموي او له بل پلوه بهرنی ملاتړ پورې د هیواد اړوند والې کموي . دا په داسې حال کی دي چی د سیمې ځینې واکمنان یوازې د بهرنیو قدرتونو د ملاتړ په سیوره کی په قدرت کی شتون لري  او که دا قدرتونه خپل ملاتړ کم کړي ، نو د قدرت په جوړښت کې د بدلون احتمال ډیر زیاتیږي .

په دې اساس د اسلامی انقلاب معظم لارښود د پرله پسې څلورم ځل لپاره د کال شعار له ملی تولید د ملاتړ په لړ کې ګرځولې دې .