امریکا به په بې شرمۍ سره له یمن ووځي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یمن باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د پرله پسې پوځي تیریو په غندلو سره ټینګار وکړ امریکا په یمن کښې بله ماتي تجربه کړي ده او په بې شرمې سره به له دغه هیواد څخه ووځي .
د ایران خارجه وزارت پرون د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن د پوځي یرغل د شپږمې (۶) کلیزې په درشل کښې په یوې (۱) خبر پاڼې کښې وویل په یمن باندې پوځي تیری په داسې حال کښې دوام لري چې امریکا او ځینو نورو هیوادونو نه یوازې د سعودي عربستان دتیریګرو عسکرو په جنګي جنایتونو سترګې پټې کړي دي بلکې هماغه راز د وسلو په خرڅولو او استخباراتي ملاتړونو سره په دغه جنایت کښې شریک دي او دوې باید ځواب ورکړي .
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل امریکا ثابته کړي ده د سیمې په هر هیواد کښې چې شتون لرلی دی نو نتیجه یې له ناامنۍ او د هیوادونو د شمتنیو له چورتلان پرته بل څه نه ده .
د ایران اسلامي جمهوریت له لومړیو څخه ټینګار لرلی دی چې د یمن کړکیچ پوځي حل لاره نلري او د سمدستي اوربند ، د انساني مرستو په استولو کښې په چټکتیا د ظالمانه کلابندۍ د ختمیدا او د یمن د ټولو ډلو ترمینځ د خبرواترو او د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا په هکله یې خپل څلور(۴) ماده ییز پلان وړاندی کړی دی .