امریکا د ایران ساینس پوهان یرغمل کړي دي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د امریکا په حکومت تور ولګاوه چې د کورونا ناروغۍ د خپریدا په درشل کښې یې د ایران سائینس پوهان یرغمل کړي دي او حتی د دغه وایروس د خپریدا په شرایطو کښې هغوې ته د طبي چټۍ اجازه نه ورکوي .
محمد جواد ظریف په خپلې ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې د انګلستان د ګارډین ورځپاڼې د پرون ورځې د راپور د عکس په خپرولو سره ولیکل امریکا د ایران یوشمیر سائینس پوهان له کوم تور پرته د بایکاټونو د خلاف ورزۍ په چټي تور یرغمل کړي دي او حتی د امریکا محکمو د حکومت چټي تورونه رد کړي د خو بیا هم دغه سائنس پوهان نه ازادوي .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل امریکا د هغو بې ګناه انسانانو لپاره چې په ویرونکوځایونو کښې زندانې کړې شوي دي د کورونا وایروس د خپریدا په وخت کښې هم هغوې ته د طبي چټۍ له ورکولو ډډه کوي .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د ایران د سائنس پوه سیروس عسکري د جسمي شرایطو په هکله چې په امریکا کښې زنداني دي د ګارډین ورځپاڼې د راپور د لینک په خپرولو سره ولیکل زمونږ هیواد وال خوشي کړئ .
د امریکا د مهاجرات د ادارې په بندي خانې کښې د ایران زنداني شوي سائینس پوه سیروس عسکري د انګلستان ګارډین ورځپاڼې ته وویل د زندان چارواکي په قصدي ډول بندیانو ته د ماسکونو او د عفوني ضد موادو له ورکولو ډډه کوي چې کورونا وایروس دغه بندیان ووژني .