د بحرېن رژيم د خپلو ښاريزو قبلولو ته تيار نۀ دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i88934-د_بحرېن_رژيم_د_خپلو_ښاريزو_قبلولو_ته_تيار_نۀ_دے
په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر خاص مرستيال وويل: په بحرين کښې د آل خليفه رژيم د دغه هېواد د ښاريزو قبلولو ته تيار نه دے.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 28, 2020 11:30 Asia/Kabul
  • د بحرېن رژيم د خپلو ښاريزو قبلولو ته تيار نۀ دے

په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر خاص مرستيال وويل: په بحرين کښې د آل خليفه رژيم د دغه هېواد د ښاريزو قبلولو ته تيار نه دے.

حسين امير عبداللهيان نن په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل:په سلګونو بحرېنيان په ايران په مشهد او ختيځ شمال کښې خپل هېواد  ته د ستنېدو په طمه دي او تقريباً اتيا تنه په عمان کښې سرګردانه دي، خو آل خليفه رژيم د وخت په ضائع کولو سره په کامله توګه د خپل ولس په وړاندې غېرذمه دارانه عمل کوي.

په اوس حال کښې تقريباً دوه زره بحرېنيان چې د کورونا وائرسو له خپرېدو نه مخکښې ايران ته راغلي وو خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره د بحرېن د چارواکو له ممانعت سره مخامخ شوي دي.

له دې مخکښې هم د بحرين د اسلامي ملي وفاق جمعيت مرستيال مشر شېخ حسين الديهي د بحرين د حکومت لخوا له ايرانه د بحريني ښاريزو د ستنېدو په ځنډولو نيوکه وکړه او وې ويل: د دغه ځنډېدو يوازې دليل د بحرين د واکمنانو قبيله پرستي ده. د آل خليفه رژيم تل بحريني ښاريزو ته له تبعيضه په  ډک نظر ګوري.