په ایران کې په کروناککړ کابو۱۸زره کسان په درملنې پسې ښه شوي
همدااوس دنړۍ تقریبا درست هیوادونه له کرونا ویروس خوریدا سره مخامخ شوي او په درستې نړۍ کې په دغه خوریدونکي ویروس د ککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه یو میلیون کسانو ته رسیدلی چې له دوي کابو څلور پنځوس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ، البته په دوي کې لږترلږه دوه لکه پنځلس زره کسان هم له درملنې وروسته ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د روغتیائي چارو د وزارت ویندوي کیانوس جهانپور نن له خبریالانو سره په خبروکې په ایران کې په کرونا ویروس د درې پنځوس زره یو سل درې اتیا ککړو کسانو ته په اشارې سره ووئيل په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې له بده مرغه په کرونا ویروس ککړو یو سل څلور دیرشو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له دغې شمیرنې سره په ایران کې په کرونا ویروس دککړو کسانو مړینې درې زره دوه سوه څلور نوي کسانو ته رسیدلي دي .
هغه همداراز وئيلي دي ، د وسلوالو ځواکونو په بشپړ مرستې سره دایران د حکومت له وارمخکې او ددرملنې له اقداماتو سره په یو وخت ، د وارمخکې تشخیص ، له ککړو کسانو سره په تماس کې د کسانو معلومولو، دککړو کسانو بیلولو یا قرنطینه کولو او په کرونا ویروس د ککړو کسانو د درملنې بهیر دایران د ولس د درستو پرګنو په ملګرتیا سره دغه بهیر په تیزۍ سره دترسره کیدا په حال کې دی .