د ایران ماهرانو پرمتخللي فیلټر لرونکی ماسکونه هم تولید کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89229-د_ایران_ماهرانو_پرمتخللي_فیلټر_لرونکی_ماسکونه_هم_تولید_کړل
سردار حاتمي په ورځې کې د دغه ډول کابو یو لک ماسکونو د تولید امکان ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي،ددغو پرمختللو ماسکونو له یوه میاشتني تولید وروسته،د ایران دفاع وزارت،له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره د ایران د ولس د اړتیا د پوره کولو لپاره په ورځې کې د پنځه لکه ماسکونو دتولید توانمني لري.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 10, 2020 09:55 Asia/Kabul
  • د ایران ماهرانو پرمتخللي فیلټر لرونکی ماسکونه هم تولید کړل

سردار حاتمي په ورځې کې د دغه ډول کابو یو لک ماسکونو د تولید امکان ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي،ددغو پرمختللو ماسکونو له یوه میاشتني تولید وروسته،د ایران دفاع وزارت،له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره د ایران د ولس د اړتیا د پوره کولو لپاره په ورځې کې د پنځه لکه ماسکونو دتولید توانمني لري.

زمونږخبریال راپورراکړ  د ایران د دفاعي صنعت ځوان متخصصان بریالي شوي،د نوو ماسکونو لپاره پرمختللي فیلټرونو د جوړولو او تولیدولو ټيکنالوجي ترلاسه کړي .

 د اسلامی ایران دفاع وزیر سردار امیرحاتمي نن په تهران کې د ترټولو پرمختللو فیلټردارو ماسکونو د زیات تولید د کرښې په افتتاحي دستورو کې  ووئیل د ایران د دفاع وزارت  ځوانو ما هرانو،له کرونا ویروس سره د  مقابلې لپاره ، له یوې څيړنیزې  او تحقیقاتي مرحلې وروسته دلومړي ځل لپاره آئيو نایزکونکي او کریسټلي ټيکنالوجۍ   سره آئيو نایزډشوي پرمختللي ماسکونو  د جوړولو ټيکنالوجي ترلاسه کړې ده .

 سردار حاتمي  ددې خبرې په کولو سره چې  دغه ډول ماسک  له خاصو ځانګړنو برخمن دي،زیاته کړې،دغه ماسکونه به  تنفسي چاپیریال ته د ویروس د واردیدو په پام وړ مخنیوي سره،ددغه ماسک په جوړښت کې د آئیو نایزکونکي  او کریسټلي ټيکنالوجۍ په مرستې سبب شي څو استفاده کونکي په ډيرې آسانۍ سره تر اوږدې مودې پورې سا   اختسلی شي .  

 دا یران دفاع وزیر ورښانه کړې ده،په دغه ډول فیلټرلرونکو ماسکونو کې د یوني  موادو  دکارول کیدا په دلیل  هغه ناروغان چې د  َینو  سَږو،او  سا  اخستلو مشکلات لري ، په  ډيرې آسانۍ سره ساه اخستلی شي .

 سردار حاتمي  په ورځې کې د دغه ډول کابو یو لک ماسکونو د تولید  امکان ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي،ددغو پرمختللو ماسکونو له یوه میاشتني تولید وروسته،د ایران دفاع وزارت،له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره  د ایران د ولس د اړتیا د پوره کولو لپاره  په ورځې کې د پنځه لکه  ماسکونو دتولید توانمني لري .