بې پيلوټه جنګي الوتکې د ایران پوځ ته وسپارل شوې
د ایران دفاع وزیر همدرااز د ډير لوړ الوت لپاره ددغو بې پيلوټه الوتکو وړتیاؤ ته په اشارې سره وئيلي دي ، دغه ډرونز له څلویښت تر پنځه څلویښت زره فُټ په لوړتیا کې الوت او تر یو زر پنځه سوه کلومیټر واټن پورې ماموریّت اجرا کولی شي .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران دفاع وزیر سردار امیر حاتمي نن په تهران کې د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ ته د کرار ، آبابیل 3 ډوله بې پيلوټه الوتکو او څو کاره جټ الوتکو د سپارلو په دستورو کې ووئيل دغه محصولات چې د ایران د دانش بنیان د شرکتونو او د دفاعي صنائعو او پوهنتونونو له توان څخه په استفادې سره تیار شوي ، د پام وړ ډيرې ځانګړنې لري .
سردار حاتمي ددې خبرې په کولو سره چې دغه بې پيلوټه الوتکې د ایران د اسلامی جمهوریت دپولو په شاوخوا کې د دښمنانو په لیرې واټن کې دخوځښتونو د پيژندونکو الوتکو په توګه څارنه کولی شي ، روښانه کړې،دغه بې پيلوټه الوتکې هغې سنبالتیا ته په پام سره چې په ډول ډول توغندیو او بمونو سره کیږي،د ځواکونو په پوځي ماموریتونو کې ورځیني استفاده کیدلی شي .