امريکه له خپلې اقتصادي ترهه ګرۍ د پام اړونې کوشش کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89432-امريکه_له_خپلې_اقتصادي_ترهه_ګرۍ_د_پام_اړونې_کوشش_کوي
په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي د ايران د وسله ايز محدوديت په باره کښې د امريکې د خارجه وزير د ادعا په ردعمل کښې وويل، دغه څرګندونې د ايران د خلقو په خلاف د اقتصادي ترهه ګرۍ له دوامه د پام اړونې لپاره يو بل کوشش دے.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 19, 2020 11:18 Asia/Kabul
  •  امريکه له خپلې اقتصادي ترهه ګرۍ د پام اړونې کوشش کوي

په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي د ايران د وسله ايز محدوديت په باره کښې د امريکې د خارجه وزير د ادعا په ردعمل کښې وويل، دغه څرګندونې د ايران د خلقو په خلاف د اقتصادي ترهه ګرۍ له دوامه د پام اړونې لپاره يو بل کوشش دے.

د ايرنا د رپوټ له مخې مجيد تخت روانچي په خپل يو ټوئيټ کښې د ايران د خلقو په خلاف له اقتصادي ترهه ګرۍ څخه د پام اړونې لپاره د امريکې کوششونو ته په اشارې سره وليکل: دا ځل امريکه د ملګرو ملتو د امنيت له شورا غواړي چې د ۲۲۳۱ پرېکړليک خلاف ورزي وکړي او په ايران د وسلو محدوديتونو ته دوام ورکړي.

هغه زياته کړه، امريکه به هيڅکله په دې کښې کاميابه نه شي چې نور د نړيوالو قوانينو خلاف ورزۍ ته وهڅوي.

د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو پرون په يو ټوئيټ کښې د ايران په خلاف د خپلو ادعاګانو په تکرارولو سره وليکل: له دې مخکښې چې ايران د اېشيا په لويديځ کښې نوې وسله ايزې سيالۍ شروع کړي د امنيت شورا پکار دے په خلاف يې وسله ايز بنديزونه تمديد کړي.