د ایران او د افغانستان حکومتي چارواکو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89442-د_ایران_او_د_افغانستان_حکومتي_چارواکو_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان له اشرف غني او څو نورو لوړرتبه چارواکو سره کتنې او د دوه اړخیزه ملګرتیا د پراختیا او له کورونا وایروس سره د مقابلې په هکله خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2020 23:22 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان حکومتي چارواکو خبرې وکړې

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان له اشرف غني او څو نورو لوړرتبه چارواکو سره کتنې او د دوه اړخیزه ملګرتیا د پراختیا او له کورونا وایروس سره د مقابلې په هکله خبرې وکړې .

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان په کابل کښې له ولسمشر اشرف غني ، د خارجه وزارت له سرپرست حنیف اتمر او د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره په کتنو کښې د دوه اړخیزه ملګرتیا او د  اړیکو د پراختیا او د دغه هیواد د نویو سیاسي بدلونونو ، د سولې د بهیر او له کورونا وایروس سره د مبارزې د لارو چارو په هکله خبرې او غور وکړ .

طاهریان په دغو کتنو کښې له کورونا وایروس سره د مبارزې په زمینه کښې د ملګرتیا لپاره له افغانستان سره د ایران د مرستو په دوام ټینګار وکړ .

د تجارتي او ټرانزیټي اړیکو پیاوړتیا او د اورګاډي د ګډې پټلۍ جوړول د ایران او د افغانستان د چارواکو په کتنو کښې نورې مطرح شوي موضوعګانې وې .

اشرف غني او عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته ځانونه ګټونکي اعلان کړي دي او دغه چاره په هیواد کښې د سیاسي کړکیچ د رامینځته کیدا سبب شوي ده .

په تیرو څو ورځو کښې د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف د افغانستان له چارواکو سره د دغه هیواد د سیاسي کړکیچ او د وروستیو پرمختیاو په هکله سلامشورې کړي دي .