د سپاه پاسداران یو جنګیالی شهید شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89469-د_سپاه_پاسداران_یو_جنګیالی_شهید_شو
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د سویل ختیځ د قدس قرارګاه د عامه اړیکو مسئول بیګا د نشه ایزو موادو له قاچاقچیانو سره په نښته کښې د دغې قرارګاه د یو جنګیالي د شهادت خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2020 02:12 Asia/Kabul
  • د سپاه پاسداران یو جنګیالی شهید شو

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د سویل ختیځ د قدس قرارګاه د عامه اړیکو مسئول بیګا د نشه ایزو موادو له قاچاقچیانو سره په نښته کښې د دغې قرارګاه د یو جنګیالي د شهادت خبر ورکړ.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د سویل ختیځ د قدس قرارګاه د عامه اړیکو مسئول بیګا د نشه ایزو موادو له قاچاقچیانو سره په نښته کښې د دغې قرارګاه د یو جنګیالي د شهادت خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې ډګرمن قاسم حسن زاده وویل: د ایران د جنوب ختیځ د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان ولسوالۍ کښې د نشه ایزو توکو له قاچاقچیانو سره د دغې قرارګاه د جنګیالیو په نښته کښې د امنیت د طرحې یو بسیجي شهید شوی او د ایران د اسلامي جمهوریت درې پولیس ځواکونه هم زخمي شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په دغه نښته کښې هم داشان د نشه ایزو توکو درې قاچاقچیان هلاک شوې دي.

سراوان د سیستان او بلوچستان ولایت هغه ولسوالي ده چې له پاکستان سره په ګډه پوله پرته ده.