ایران کښې د کرونا په ناروغانو کښې ۵۳ فیصده کموالې راغې
د ایران د روغتیا وزیر په هیواد کښې په کوویډ-۱۹ ډوله ناروغۍ باندې هره ورځ د اخته کیدونکو کسانو په شمیر کښې د ۵۳ سلنه کمي خبر ورکړ.
د ایرنا د خبر له مخې سعید نمکي پرون د ویډیو کانفرنس له لارې د روغتیا د نړیوال سازمان له عمومي منشي ټِډروس ادانوم Tedros Adhanom او د دغه سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې د روغتیا له وزیرانو سره په غونډه کښې وویل: د اپریل له دویمې نه تر شلمې نیټې پورې په ایران کښې هره ورځ په کرونا باندې د اخته کیدونکو کسانو شمیر ۵۳ فیصده او د مړو شمیر هم ۳۰ فیصده کم شوې دی.
هغه په ایران کښې د روغتیا د نړیوال سازمان د پروټوکولونو په دقیقو ملاحظاتو سره د کم خطر لرونکو کارونو، عمومي ټرانسپورټ او تګ راتګ خلاصولو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې جوماتونه، پوهنتونونه، ښوونځي، رستورانونه او عمومي ځایونه به لاهم بند وي.
ښاغلي نمکي هم داشان یادونه وکړه چې درملو او واکسنو ته په لاسرسۍ کښې برابري او د یواړخیز پالنې او غیرقانوني بندیزونو خلاف د ګډ دریځ غوره کول باید د روغتیا د نړیوال سازمان د توجه په مرکز کښې وي.
په دغې غونډې کښې د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي منشي هم په ایران کښې له کرونا سره د مقابلې او د ناروغانو د پيژندنې په طرحه کښې د څه باندې ۷۰ میلیون کسانو د چیک اپ له ترسره کیدو ځانګړې مننه وکړه.