ایران:د امریکا خارجه وزیرد نفرت وزیر دې
د اسلامی ایران خارجه وزارت همداراز لیکلی دي د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپیو له دوه کاله خدمته وروسته چی د کرکې چارو په وزیر هم پیژندل کیږی ، په حقیقی معنا د ډیپلوماسۍ په ډګر کی هیڅ بریا نده درلودلی .
د فارس خبري اژانس له راپور سره سم د ایران خارجه وزارت په ټویټر کې ولیکل د مایک پمپیو د خارجه وزارت په پړاو کې نړۍ نوره هم ناامنه او امریکا کرکجنه او سپکه شوی ده .
د اسلامی ایران خارجه وزارت همداراز لیکلی دي د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپیو له دوه کاله خدمته وروسته چی د کرکې چارو په وزیر هم پیژندل کیږی ، په حقیقی معنا د ډیپلوماسۍ په ډګر کی هیڅ بریا نده درلودلی .
د اسلامی ایران خارجه وزیر هم په وروستیو کې د مایک پمپیو د دغو څرګندونو په غبرګون کی چی د ایران پرضد به د واشنګټن زیات نه زیات دباو سیاست دوام ولری ، جوته کړه انسان حیرانه شی چی ایا پمپیو خارجه وزیر دې یا د نفرت وزیر .
د امریکا خارجه وزیر په وروستیو اونیو کی په داسې حال کی چی نړیوالو ادارو او بیلا بیلو هیوادونو له کرونا سره په مبارزه کی له ایران سره د ملګرتیا په ضرورت ټینګار وکړ ، په ځلونو ویلی دي د ایبران پرضد د امریکا زیات نه زیات دباو دوام لری .