وسله ایز بایکاټ تمدید ته به د ایران ځواب پریکنده وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89826-وسله_ایز_بایکاټ_تمدید_ته_به_د_ایران_ځواب_پریکنده_وي
موسوی ټینګار وکړ امریکایان خپل اوسنی هدف ته نشی رسیدلې ځکه چی غوښتنې یې حقوقی اساس نلري او هغو نور د ایټمی موافقې غړي ندي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2020 09:32 Asia/Kabul
  • وسله ایز بایکاټ تمدید ته به د ایران ځواب پریکنده وي

موسوی ټینګار وکړ امریکایان خپل اوسنی هدف ته نشی رسیدلې ځکه چی غوښتنې یې حقوقی اساس نلري او هغو نور د ایټمی موافقې غړي ندي .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی سید عباس موسوي نن په خبری غونډه کې  د ایران دوسله ایزو بایکاټونو د تمدید لپاره د امریکا هڅې ته په اشارې سره وویل که وسله ایز بایکاټونه تمدید شي نو ایران به د شرایطو په اساس عمل وکړی او ځواب به ورکړی .

موسوی ټینګار وکړ امریکایان خپل اوسنی هدف ته نشی رسیدلې ځکه چی غوښتنې یې حقوقی اساس نلري او هغو نور د ایټمی موافقې غړي ندي .

موسوی همداراز په عراق کی د داعشی ترهه ګرو بیا فعالیت  او په دغه هیواد کی د الحشد الشعبی مبارزانو هدف ګرځیدا ته په اشارې سره وویل ایران له نږدې د عراق بدلونونه تعقیبوي او په عراق کی د ترهه ګرو په تیره بیا د داعش د بیا ځای نیولو باندې اندیښمن دې .

ښاغلی موسوی د جرمنی په وسیله د حزب ا... د ترهه ګر اعلانولو په اړه هم جوته کړه جرمنیان د صیهونیسټانو تاریخی پوروړي او قرض دار دي چی د هغو د ادا کولو په حال کې دي .