په ايران کښې له 81 زرو نه زيات کورونائي بيماران روغ شول
(last modified Wed, 06 May 2020 12:53:46 GMT )
May 06, 2020 17:23 Asia/Kabul
  • په ايران کښې له 81 زرو نه زيات کورونائي بيماران روغ شول

د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ، په ايران کښې تر اوسه په کورونا وائرسو اخته 81 زره 587 تنه ښۀ شوي دي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د ايران د روغتيا د وزارت د عمومي تعلقاتو او اطلاع رسونې مشر کيانوش جهانپور پرون له خبريالانو سره په خبرو کښې په ايران کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو د وروستۍ شمېرنې په اړه په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د يو زر 680  نويو بيمارانو پېژندنې ته په اشارې سره وويل، تر اوسه د قطعي تشخيصي معيارونو له مخې په ايران کښې يو لک يو زر شپږ نيم سوه تنه په کورونا وائرسو اخته شوي دي.

جهانپور همدارنګ په تېره څلوريشتو ګېنټو کښې د 78 تنو وفات کېدو ته په اشارې سره زياته کړه په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته کسانو شمېر شپږ زره 418تنو رسېدلے دے.

په نړۍ کښې هم په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر تقريباً درې ميلينو اوه لکه څلوېښت زرو ته رسېدلے دے چې له دغو څخه لږ تر لږه دوه لکه اته پنځوس زره زره تنه مړۀ شوي دي او له يو ميلين دوه لکه اته څلوېښت زرو نه زيات هم ښۀ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

 

ټیګونه