د ایران او د افغانستان چارواکو خبرې وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست حنیف اتمر بیګا په ټیلي فوني خبرو کښې په دغه هیواد کښې د سولې لپاره د سیمه ییز نوښت او د وروستیو بدلونونو په د نظر تبادله وکړه .
جواد ظریف او حنیف اتمر په دغو خبرو کې موافقه وکړه چې ایران او افغانستان د یوه بل په ملګرتیا او د ګډ پلاوي په جوړولو سره د دواړو هیوادونو په ګډ سرحد کښې په رامینځته شوي پیښې غور وکړي .
د ایران د سرحد ساتونکو لخوا سیند ته د افغانستان د ښاریزو د ورټیل وهلو په هکله د ځینو دښمنو ټیلي ويژن چینلونو لخوا د یوې (۱) ویډیو له خپرولو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت سرحدي پولیسو په دغه موضوع له غور کولو وروسته د غلیمو ټیلي ويژن چینلونو ادعاګانې دروغ وبللې .
ایران او افغانستان له یوبل سره ډیرې ښې اړیکې لري او د ایران سرحدي پولیس هیواد ته په راتلونکو او خروجي لارو کښې د ایران د سرحدونو د ساتلو په ترڅ کښې د افغانستان د ښاریزو په قانوني ډول تګ راتګ کښې اسانتیا رامینځته کوي او د هغوې خدمت کوي .