د بي عقله نارکانده کسانو حکومت د ګواښ سرچینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90095-د_بي_عقله_نارکانده_کسانو_حکومت_د_ګواښ_سرچینه_ده
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا سیکرټر علي شمخاني بیګا په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې د امریکا حکومت د نه اعتماد وړ ، ناکارنده او نالایق وباله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 16, 2020 03:54 Asia/Kabul
  • د بي عقله نارکانده کسانو حکومت د ګواښ سرچینه ده

فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا سیکرټر علي شمخاني بیګا په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې د امریکا حکومت د نه اعتماد وړ ، ناکارنده او نالایق وباله .

هغه وویل  د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ، د خارجه وزیر مایک پمپئو او د ایران په چارو کښې د واشنګټن  د حکومت د ځانګړي  استازي برایان هوک مثلث د امریکا د حکومت داسې انځور جوړ کړی دی چې متحدان یې  د نا اعتماد وړ ، د هغوې سیالان یې  ګواښ او ښاریز یې نارکانده او نالایق ګڼي .

د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر علي شمخاني ټینګار وکړ د بې عقله ناکارنده کسانو حکومت یوازې د ګواښ سرچینه ده .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ او  د خارجه وزیر پمپئو په شمول د دغه هیواد چارواکو له اټومي تړون د واشنګټن له وتلو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د دباونو د راوستلو لپاره هراړخیزه هڅې پیل کړي دي .

دغه راز د ایران پرضد د ملګروملتونو د وسله والو بندیزونو د لغو کیدا د نیټې په نږدې  کیدا سره چې د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک یوه(۱) برخه ده امریکا د دغو بایکاټونو د ختمیدا د مخنیوي لپاره خپلې هڅې دوه (۲) برابره کړي دي .

دغه راز په ملګروملتونو کښې د چین دایمي استازي په تیرې پنجشنبې ورځ ټینګار وکړ امریکا د ایران پرضد د ملګروملتونو د امنیت شورا د وسلو بندیزونه نشي تمدیدولی .

په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې دائمي استازي میخائیل اولیانوف هم په تیرې پنجشنبې شپې د امریکا دغه ادعا چې دغه هیواد په اټومي تړون کښې یو (۱) ګډون لرونکی لوری دی توهم وبلله .