د ایران سیاست د افغانستان د حکومت پیاوړتیا ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90190-د_ایران_سیاست_د_افغانستان_د_حکومت_پیاوړتیا_ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني د اشرف غني او د عبدالله عبدالله ترمینځ په ترسره شوي موافقې باندې د مبارکۍ په ویلو سره وویل د ایران دائمي سیاست په افغانستان کښې د خلکو له رایو څخه د رامینځته شوي حکومت له پیاوړتیا ملاتړ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 19, 2020 23:33 Asia/Kabul
  • د ایران سیاست د افغانستان د حکومت پیاوړتیا ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني د اشرف غني او د عبدالله عبدالله ترمینځ په ترسره شوي موافقې باندې د مبارکۍ په ویلو سره وویل د ایران دائمي سیاست په افغانستان کښې د خلکو له رایو څخه د رامینځته شوي حکومت له پیاوړتیا ملاتړ دی .

د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني پرون د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره په ټيلي فوني خبرو کښې د سولې ټینګیدا ته په ټولو اړونده بهیرونو کښې د کابل د حکومت چورلیزتوب ضروري وباله او ډاګینه یې کړه له بده مرغه امریکا د افغانستان په ګټو باندې په سترګو پټولو سره په خپلو سیاسي اقداماتو کښې د نه منلو وړ لاره تعقیبوي .

علي شمخاني دغه راز د افغانستان په شمول په بیلابیلو هیوادونو کښې د کورونا ناروغۍ خپریدا ته په اشارې سره وویل ایران د تیر وخت په شان چمتو دی د افغانستان له خلکو سره په مفت ډول روغتیايي او درملیزې مرستې وکړي .

د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر علي شمخاني د افغانستان او د ایران په سرحدي سیمه کښې د افغانستان د یوشمیر کسانو د وژل کیدا په ترخې پیښې باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل د ایران سرحدي ځواکونو د دغه پیښې په رامینځته کولو کښې هیڅ لاس نه دی لرلی .

هغه وویل د ایران پرضد د مطرح شویو ادعاګانو د ردولو لپاره د نه شک وړ سندونه شته چې د افغانستان د حکومت د ارادې په بڼه کښې له غیر رغنده فضاجوړونې څخه بهر په حقیقت موندونکي کمیټۍ کښې ورباندې غور کیدلی شي .

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب هم د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا له مشر علي شمخاني سره په ټیلي فوني خبرو کښې د اشرف غني او د عبدالله عبدالله ترمینځ په ترسره شوي موافقې کښې د ایران د ټاکونکي رول په قدرونې سره وویل کابل به اجازه ورنکړي د دوو(۲) وروڼو او دوستو هیوادونو تودې او صمیمي اړیکې د غیر ضرروي فضا جوړونو تر اغیز لاندې ورشي .

حمد الله محب دغه راز د افغانستان د ځواکونو لخوا د ځینو سرحدي پوستو د خالي کولو په دلیل په ګډو سرحدونو کښې رامینځته شویو مشکلاتو ته په اشارې سره وویل د افغانستان د ملي امنیت اداره چمتو دی د سرحد په کنټرولولو کښې اساسي حل لار ته د رسیدا لپاره د ایران له لوري سره ګډې ملګرتیا ته ورننوځي .