په ایران کې د کرونا ۱۱۹ زره ناروغان ښه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90446-په_ایران_کې_د_کرونا_۱۱۹_زره_ناروغان_ښه_شوي_دي
په ایران کښې د کرونا وایرس له امله د وژل شویو کسانو ټول شمیر ۷ زره او ۷۹۷تنو ته رسیدلې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2020 10:39 Asia/Kabul
  • په ایران کې د کرونا ۱۱۹ زره ناروغان ښه شوي دي

په ایران کښې د کرونا وایرس له امله د وژل شویو کسانو ټول شمیر ۷ زره او ۷۹۷تنو ته رسیدلې دی.

د ایران د روغتیا وزارت وویل  تراوسه په ایران کښې یولک نولس زره کسان له کرونا ښه شوې دي او له روغتونونو رخصت کړی شوي دي.

کیانوش جهانپور نن په ایران کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو د وروستیو احصائیو په هکله څرګنده کړه: په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې ۲ زره اوپینځه سوه شپاړس تنه نوي ناروغان پيژندل شوې دي.

هغه هم داشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د۶۳ناروغانو مړینې ته په اشارې سره وویل: په ایران کښې د کرونا وایرس له امله د وژل شویو کسانو ټول شمیر ۷ زره او ۷۹۷تنو ته رسیدلې دی.