د ایران سفارت د کابل ترهګره حمله په کلکه وغندله
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت بیګا په یوې (۱) خبرپاڼه کښې د کابل د وزیر محمد اکبر خان په جامع جومات ترهګره حمله وغندله .
په افغانستان کښې د ایران سفارت په دغه بیانیې کښې د دغه ترهګر برید د غندلو په ترڅ کښې د دغه جومات د پوه او د معتدل خطیب ډاکټر ایاد نیازي په شمول د افغانستان له حکومت او ملت او د دغه جنایت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه .
د افغانستان د پلازمینې کابل د ډيپلوماټ میشته سیمې وزیر اکبر خان په جومات باندې پرون مازیګر ځان وژونکي حمله وشوه .
په دغه برید کښې د دغه جومات د امام ډاکټر ایاز نیازي په شمول دوه (۲) لمونځ کونکي شهیدان شول او دوه (۲) نور کسان ژوبل شوي هم دي .
تراوسه هیڅ ډلې یا کس د دغه ترهګرې حملې ذمه واري پرغاړه نه ده اخیستي .
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ هم بیګا په یوې (۱) خبر پاڼه کښې دغه ترهګره حمله غندلي ده .
د افغانستان د ولسمشر د دفتر ویاند صدیق صدیقي په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې په یوې (۱) بیانیې کښې د وزیر محمد اکبر خان په جومات کښې ترهګره حمله څاروي ډوله او غیرانساني بللي ده .
دغه راز د ایران د تهران راډیو پښتو خپرونه هم د وزیر محمد اکبرخان د جومات د خطیب ایازي نیازي شهیدول غندي او د هغه او د نورو شهید شویو او د ژوبلو کسانو کورنیو ته تسلیت وايي .