امریکابلاخره هم پخپلو کړو پښمانه کیږي
د ایران خارجه وزیر زیاته کړې ، دا تاسو یعني ټرمپ سره اړه لري چې کله غواړئ له نړیوالې ایټمي موافقې خپل وتل اصلاح کوئ .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف خبرواترو لپاره تهران ته د امریکا دولسمشر دتلویحي وړاندیز وروسته نن پخپل یوه ټولنیز پیغام کې وئیلي دي ،ایران او د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې نور لوري هیڅکله هم د خبرواترو له میزه نه دي تښتیدلی .
جواد ظریف پخپل دغه پیغام کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه په وتلو کې د امریکا بدعهدیو او نړیوالې ایټمي موافقې ته د ایران پابندیو ته په اشارې سره د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ ته په خطاب کې لیکلی دي ، دتاسو سلاکارانو چې تر دې دمه زیاتره ویستل شوي دي ، احمقانه اقدامات او جواري کړې ده .
د ایران خارجه وزیر زیاته کړې ، دا تاسو یعني ټرمپ سره اړه لري چې کله غواړئ له نړیوالې ایټمي موافقې خپل وتل اصلاح کوئ .
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پخپل رسمي ټویټیري پاڼې کې د امریکائي بندي مائيکل وایټ دخوشي کولو لپاره د ایران پر قدرونې سربیره ، ایرانیو چارواکو ته په خطاب کې وئيلي دي ، یوې سترې موافقې ته درسیدو لپاره دامریکا له انتخاباتو وروسته وخت ته انتظار مه کوئ .
د امریکا ولسمشر همداراز په دې ادعاسره چې د امریکا د۲۰۲۰کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به بریالی شي،زیاته کړې ده،له ښه موافقه به ترلاسه کړي .