د بندیانو مبادله له چا سره د خبرو نتیجه نه ده
چې د امریکائي او ایرانیو بندیانو په خوشي کیدا پسې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پخپل ټویټری پیغام کې د امریکا ئي بندي مائيکل وایټ دخوشي کولو لپاره د ایران پر قدرونې سربیره ایرانیو چارواکو ته په خطاب کې وئيلي دي ،د یوې سترې موافقې د ترلاسه کولو لپاره د امریکا دولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته وخت ته منتظر مه کیږئ .
زمونږ خبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د ملی امنیت د لوړې شورا منشي علی شمخاني بیګا پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، د ایران اوامریکا ترمینځ د بندیانو مبادله د کومو خبرواترو نتیجه نه ده او په راتلونکي کې به هم له امریکا سره هیڅ ډول خبرې اترې ونشي .
علی شمخاني پخپل دغه پیغام کې لیکلي دي ، د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ حالات ، هغه که په نړیوالو مخامخیدنو کې وي او که د کرونائي بحران په بې منطقه مدیریّت کې وي او که د امریکا په داخل کې د توکمپالنې د اور دلمبو په زیاتولو کې وي ، دومره خراب دي ، چې دهغه ټیم د هغه لباهر د پلان شوو بریالیتوبونو له تولیدولو او ډرامو پرته بله چاره نه لري .
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د پنجشنبې په شپه پخپل ټولنیز پیغام کې د امریکا له بنده د مجید طاهري د خوشی کیدا په تائيد سره لیکلي وو ، دغه بهیر د ټولو بندیانو لپاره رامینځةکیدلی شي .
مجید طاهري د امریکا له خوا د ایران ضد یواړخیزو بندیزونو دخلاف ورزۍ په جرم شپاړس میاشتې په بند محکوم شوی ؤ .
داپه داسې حال کې دي چې د امریکائي او ایرانیو بندیانو په خوشي کیدا پسې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پخپل ټویټری پیغام کې د امریکا ئي بندي مائيکل وایټ دخوشي کولو لپاره د ایران پر قدرونې سربیره ایرانیو چارواکو ته په خطاب کې وئيلي دي ،د یوې سترې موافقې د ترلاسه کولو لپاره د امریکا دولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته وخت ته منتظر مه کیږئ . هغه همداراز په دې ادعا سره چې د امریکا د ۲۰۲۰کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به بریالی شی زیاته کړې ده ، لاښه موافقه به ترلاسه کړي .