ایرانی ډاکټر: د واکسین د جوړولو په تور امریکا بندي کړم
د امریکا د حکومت له خوا خوشي شوی ایراني ډاکټر اعلان وکړ چي د تهران د پوهنتون سره د سرطان ضد د واکسین د جوړولو په موخه یې همکاري کوله چي پر ایران د لګېدلي بندیزونو د سرغړونو په چټي تور امریکا بندي کړم.
ایرانی ډاکټر مجید طاهري چي په امریکا کې تازه د بنده راخوشي شوی تهران ته د رارسېدو وروسته وویل: د سرطان ضد واکسین د جوړولو هڅو کې یې ځکه برخه واخیسته چي خپلو ایرانی وطنوالو سره یې روغتیایي مرسته خپله اخلاقي او ملي وظیفه ګڼله.
طاهری دې ته په اشارې سره چي د امریکا د حکومت له خوا پر هغه باندې لګول شوی چټي تور، په روغتیایي برخو کې پر ایران د لګېدلي بندیزونو نه سرغړونه وه، د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت د چارواکو له هڅو څخه یې مننه وکړه.
د خارجه وزارت د کنسولي چارو معاون حسین جابری انصاری د دغه ایراني ډاکټر د راخوشي کېدو په مراسمو کې وویل: له بده مرغه د امریکا ظالمانه او یواړخیز بندیزونو له امله د ایران د اسلامي جمهوریت ځینې وګړې د دوسیو او چټي تورونو ښکار ګرځېدلي دي.
د خبر پای/.