د مشرتابه ستر مقام د تیلو د بیړیو دچارواکو قدرونه وکړه
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي له مینې په یوه(۱) ډک پیغام استولو سره وینزویلا هیواد ته د ایران د تیلو د وړونکو بیړیو د کارکونکو او د قومندانانو د جهادي حرکت قدرونه وکړه .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود پرون د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو د وړونکو کشتیو قومندانانو او کارکونکو ته په وینا کښې وویل زه تاسو ټولو عزیزانو او د کشتیو کپتانانو او کارکونکو ته وایم چې ستر کار مو ترسره کړی ، د تاسو کار جهادي و او ایران مو سرلوړی کړی دی .
څه موده مخکې ایران د امریکا له غیر قانوني بایکاټونو سره سره له پیټرولو ډکې پینځه (۵) بیړۍ وینزویلا هیواد ته واستولې او کارپيژاندو دغه اقدام د ایران لپاره ستر بریالیتوب بللی دی .
وینیزویلا هیواد ته د ایران د پیټرولو له رسیدا وروسته د کاراکاس حکومت وتوانید په نوي سیسټم سره ټول هیواد ته د سونګ رسول پیل کړي .
د ایران د پیټرولو پینځه (۵) بیړۍ چې وینزویلا ته یې سونګ رسولي دي اوس یوبل پسې خپل هیواد ته د راستنیدا په حال کښې دي