عربستان او امریکا په نړیوالو لاروچارو ملنډې وهي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90810-عربستان_او_امریکا_په_نړیوالو_لاروچارو_ملنډې_وهي
د ایران د خارجه وزارت ویاند د ملګرو ملتو په اغیزمننې باندې په نیوکې سره وویل: سعودي عربستان په پيسو او امریکا په بدماشۍ سره په نړیوالو لاروچارو او اقداماتو ملنډې وهي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2020 10:57 Asia/Kabul
  • عربستان او امریکا په نړیوالو لاروچارو ملنډې وهي

د ایران د خارجه وزارت ویاند د ملګرو ملتو په اغیزمننې باندې په نیوکې سره وویل: سعودي عربستان په پيسو او امریکا په بدماشۍ سره په نړیوالو لاروچارو او اقداماتو ملنډې وهي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند د ملګرو ملتو په اغیزمننې باندې په نیوکې سره وویل: سعودي عربستان په پيسو او امریکا په بدماشۍ سره په نړیوالو لاروچارو او اقداماتو ملنډې وهي.

سید عباس موسوي نن په خپل ټویټر ولیکل: د ملګرو ملتو دارالانشاء د ایران خلاف د تورونو له مطرح کیدو یوازې یوڅو ورځې وروسته، په یمن کښې د سعودي ائتلاف په اقداماتو سترګې پټوي، هغه هم سره د دې له منلو چې دغه ائتلاف سلګونه یمني ماشومان وژلې دي.

د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوتریش وړمه ورځ سعودي ائتلاف د دغه سازمان له هغه تور لیسټه وویسته چې د ماشومانو په وژلې او د هغوي د حقوقو په خلاف ورزۍ کښې په رول لوبولو پورې اړوند دی.

د یمن روغتیا وزارت د رپورټ له مخې د ۲۰۱۵ کال په مارچ کښې په یمن باندې د سعودي ائتلاف له حملې راهیسې د تیري ګر سعودي ائتلاف په حملو کښې ۷ زره او ۷۳۲ یمني ماشومان مړه او ژوبل شوي او دوه نیم میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شوې دي.