اروپايي ټرائیکا دې پرخپلو ایټمي ژمنو عمل وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90821-اروپايي_ټرائیکا_دې_پرخپلو_ایټمي_ژمنو_عمل_وکړي
د ایران د ولسمشر د دفتر مشر بیګا د ایران د ایټمي فعالیتونو او برجام موافقې په هکله د اروپايي ټروئیکا په نوې بیانیې نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2020 03:13 Asia/Kabul
  • اروپايي ټرائیکا دې پرخپلو ایټمي ژمنو عمل وکړي

د ایران د ولسمشر د دفتر مشر بیګا د ایران د ایټمي فعالیتونو او برجام موافقې په هکله د اروپايي ټروئیکا په نوې بیانیې نیوکه وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې محمود واعظي دغې بیانیې او د ایران خلاف د اروپايي ټرائیکا د بې بنیاده ادعاؤ په خبرګون کښې څرګنده کړه: اروپایان دې د بې اساسه اندیښنو د څرګندولو او د امریکې دباؤنو ته تسلیمیدو ته د نړیوال ایټمي آژانس د هڅولو او د ایران خلاف د سیاسي او توکمپالې کړنلارې د دوام پر ځاې په ایټمي موافقه کښې خپلې پر کاغذ پاتې ژمنې پوره کړي.

یاده دې وي چې جرمني، فرانسې او بریطانیا وړمه ورځ د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په واکمنې شورا کښې په ایران د څارنې او رښتینولۍ په ادعايي موضوع سره یوه خبرپاڼه خپره کړه.

اروپايي ټرائیکا په دغې خبرپاڼې کښې مدعي شوه چې په ایټمي موافقه کښې (د اختلافاتو د هواري د مکانیزم) په نامه د لارې چارې د پیلولو په لړ کښې د هغوي اقدام د ښه نیت له امله و. دغو دریو اروپايي هیوادونو په یاده بیانیه کښې د ایټمي موافقې په (خلاف ورزۍ) د ایران په تورنولو سره ادعا وکړه چې له دغې موافقې ملاتړ کوي.