ایران او افغانستان د ګډو پولو د کنټرولیدو په ضرورت ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90960-ایران_او_افغانستان_د_ګډو_پولو_د_کنټرولیدو_په_ضرورت_ټینګار_وکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست په یوه خبرپاڼه کښې د غیرقانوني تګ راتګ او د انسان او شیانو د قاچاق د مخنیوي لپاره د دواړو هیوادونو د سرحدي او امنیتي کمیټو له خوا د ضروري تابیاؤ د غوره کولو په ضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2020 01:17 Asia/Kabul
  • ایران او افغانستان د ګډو پولو د کنټرولیدو په ضرورت ټینګار وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست په یوه خبرپاڼه کښې د غیرقانوني تګ راتګ او د انسان او شیانو د قاچاق د مخنیوي لپاره د دواړو هیوادونو د سرحدي او امنیتي کمیټو له خوا د ضروري تابیاؤ د غوره کولو په ضرورت ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف او محمد حنیف اتمر پرون په یوې ۱۵ بندیزې خبرپاڼې کښې د جامع ملګرتیاؤ د سند، د بهرنیو ښاریزو د اقامت د قانونمند کولو، سرحدي ملګرتیاؤ، کار، اوبو، کلتوري ملګرتیاؤ، انرجۍ او روغتیا د اتو کمیټیو په چوکاټ کښې د خپلو صلاح مشورو پایلې اعلان کړې.

د دغې بیانیې له مخې دواړو لورو په راتلونکو دریو میاشتو کښې د ایران او افغانستان ترمینځ د سټراټیجکو ملګرتیاؤ د جامع سند د فاینل کولو د مذاکراتو په دوام ټینګار وکړ.

د بین الافغاني خبرواترو د اسانتیا لپاره د ایران له امکاناتو استفاده، د بشري حقوقو په لړ کښې د دواړو هیوادونو همکاري او د اتباعو له حقوقو ملاتړ،په ګډو سرحدونو کښې ایران ته د  افغانانو، ګاډو او شیانو  د تګ راتګ اسانتیا، په ایران کښې د افغانستان د کار د ځواک د قانونمنده شتون برابرول، د چابهار بندر په رول باندې ټنیګار او په کلتوري او د انرجۍ په برخه کښې د ملګرتیاؤ دوام د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ له شویو موافقو څخه دي.

د هغه افغان ښاریزو د مړینې د پیښې د اړخونو د روښانه کیدو په هکله د ایران او افغانستان د حکومتونو د ملګرتیاؤ دوام چې په غیرقانوني توګه ایران ته راغلي وو او د دغه شان پیښو د رامینځت کیدو د مخنیوي لپاره د یولړ تابیاؤ غوره کول او د دواړو هیوادونو د پوله ساتونکو له خوا د ګډو سرحدونو د کره او موثرې څارنې او کنټرولولو ضرورت په ایران کښې د افغانستاني پلاوي د صلاح مشورو د بحث او موافقې وړ ځینې نور موارد وو.